د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې حکومت ضد احتجاج کوونکو یو شمېر لويي لارې تړلې دي


د احتجاج یو عکس
د احتجاج یو عکس

پېښور - په پاکستان کې د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینو نورو ګوندونو له خوا د حکومت پرضد د احتجاج لړۍ د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې روانه ده.

د جميعت علما اسلام (ف) کارکنانو د احتجاج په توګه قراقرم لويه لاره تړلې ده چې له وجې يې مسافرو ته ستونزې دي.

دا لاره چین او پاکستان سره نښلوي او احتجاج کونکو له تېرو درو ورځو راهېسې د مانسهرې په ډانډي سیمه کې تړلې ده.

په دې سربېره د بلوچستان په حب سیمه کې مظاهره کونکو هغه لاره تړلې چې کراچۍ ته ځي.

ځايي پولیس وايي د جمیعت علما اسلام د لسګونو کارکونکو خلاف یې مقدمې جوړې کړې دي خو څوک یې تر اوسه نیولي نه دي.

د خیبر پښتونخوا د نوښار په حکیم اباد سیمه کې هم مظاهره کوونکي لارو ته راوتلي دي. په چکدره کې دیر، سوات او چترال ته ورغلې لاره تړلې ده او له نورو سیمو هم ورته خبرونه دي.

دا له هغې وروسته ده چې د جميعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر په دولسمه اعلان وکړ چې سر له هغې نېټې په اسلام اباد کې د حکومت پر ضد د اپوزيشن ګوندونو احتجاجي ناسته ختموي او د احتجاج پر دويم پلان عمل پیلوي چې پکې د هېواد په مختلفو برخو کې لويې لارې تړل شامل دي.

دوی د وزیراعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي خو حکومتی لوری وايي، احتجاجونه وزیراعظم پر استعفا ورکولو نه شي مجبورولی.

XS
SM
MD
LG