د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای د مشر سفر به د کابل- اسلام اباد ترینګلې اړیکې ورغوي؟


د پاکستان استخباراتي ادارې مشر جنرال فيض محمد د نومبر پر ۱۱ مه نېټه د افغانستان سفر وکړ.

دا په داسې حال کې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستيو کې د يو بل د سفيرانو د ځورولو پرسر لانجه رامنځ ته شوې ده.

پاکستان ويلي وو چې په کابل کې يې ډپلوماټان ځورول کېږي او د احتجاج په توګه يې د خپل سفارت وېزا ورکولو څانګه وتړله.

کابل بيا تور پورې کړی وو چې په اسلام اباد کې يې سفير شکرالله عاطف مشال يې احضار شوی او ځورول شوی وو.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دا تور رد کړی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغسې ستونزې په داسې حال کې سرراپورته کړی چې وار له مخه يې تعلقات خراب دي.

ايا د ای اېس ای د مشر تازه سفر به راپورته شوې لانجه له منځه يوسي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ پخواني افسر برېګېډيير سيد نذير او په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت اعظمي سره څېړل شوې دي.

د ای اېس ای مشر کابل سفر به د دواړو هېوادونو خرابې اړيکې ورغوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG