د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل ښار کې یوې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، برید نن سهار د کابل ښار د ۱۵مې حوزې په سیمه کې شوی دی.
رحیمي زیاتوي چې د دغه موټر بم هدف د "ګاردا ورلډ" بهرنۍ امنیتي کمپنۍ یو لنډ کروزر موټر و.
رحیمي وايي ماشومان هم د دغې پېښې د مړو او ټپيانو په ډله کې دي او د "ګاردا ورلډ" بهرنۍ امنیتي کمپنۍ یو موټر او د ملکي کسانو دوه موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل د نن ورځې په موټر بمب حمله کې لاس لرل رد کړل او وايي چې دا حمله په دوی پورې اړه نهلري.
د فېسبوک تبصرې