د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ ن د نواز شریف لپاره د ضمانت پیسې نږدي


نواز شریف
نواز شریف

د مسلم ليګ (ن) ګوند مشرانو د حکومت هغه وړاندیز رد کړی چې پکې نواز شریف ته د څلورو اونیو لپاره په بهر هېواد کې د علاج مشروط اجازت ورکړل شوی دی.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاندې مریم اورنګزېب په چارشنبه پر خپل ټویټر کښلي، د حکومت دغه وړاندیز ردوي، او زیاتوي نن به په لاهور کې د شهباز شریف په مشرۍ د ګوند مشرانو یوه غونډه کېږي او له دې وروسته به درې بجې په یو خبري غونډه کې په دې اړه د ګوند فیصله په ډاګه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم یوې خبري غونډي ته وويل حکومت نواز شريف ته د څلورو اونيو لپاره په بهر کې د درملنې اجازه ورکوي خو لومړی به نواز شريف يا شهباز شريف ۷ اربه روپۍ د ضمانت په توګه ورسره ږدي.

مسلم ليګ (ن) وايي نواز شريف له عدالتونو ضمانت اخېستی او له هغو سره يې د ضمانت پيسې يو وار ایښې دي او بيا يې له حکومت سره نشي ږدلی.

د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف په دي موضوع د نومبر په ۱۴مه د خپل ګوند غونډه رابللي ده.

له دې وړاندي د وزیر اعظم عمران خان د اطلاعاتو ځانګړې مرستیالې فردوس عاشق اعوان په سېشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د نواز شریف نوم به په دې شرط له اې سي اېله اېستل کېږي چې تر تلو مخکې د 'بیرته راتګ نېټه' او 'ضمانتي بانډونه' جمع کړي.

نوموړي وويل ''حکومتي کابينې ویلي دي چې له نواز شريف سره غېر مشروطه رعايت نه دی پکار، هغه به موږ ته شورټي بانډ راکوي. په عدالتونو کې د مقدمو پرمهال چې په نواز شريف کومه جرمانه لګول شوی نو بايد چې د هغو برابر موږ هغه په قانوني توګه پابند کړو، بله دا چې دغه رعايت به يو وار او ټاکلي وخته پورې وي.''

بلخوا بېګا ناوخته د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب له جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل چې د شورټي بانډ په شکل کې له دوی پيسې اخېستل غېر قانوني دي او هېڅکله به يې ورنکړي.

همداراز څرګندونې په اسلام اباد کې د قانوني چارو پو نور عالم خان هم پرون مشال رېډيو ته وکړې: (( په اېګزټ کنټرول ارډيننس کې دا خبره نشته چې د اي سي اېل يا د هغو کسانو له لسټه د چا نوم ويستلو لپاره دې شرايط ولګول شي چې بهر ته پر تلو يې بنديز دی. دا له بنيادي حقونو سر غړونه ده))

په کراچۍ پوهنتون کې د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد پرون مشال رېډيو ته وويل چې حکومت ولس ته وېلي وو چې د اپوزيشن ګوندونو له مشرانو به د مبينه غله پېسې اخلي خو چې د عدالتونو لارې دغه پيسې تر دې دمه وانخستل شوې نو اوس حکومت له اې سي اېله د نواز شريف نوم ويستو سره داراز شرطونه تړي:

''حکومت اعلان کړی و چې غله شوې پيسې به ډېر زر له امريکا او اروپا راوړل شي خو هغسې ونشو يعنې حکومت دا تورونه لګولي وو چې د اپوزيشن مشرانو له پاکستانه پيسې پټې کړي او د امريکا او يورپ په بنکونو کې يې ايښودي دي او د عدالتونو لارې به دغه پيسې راوي خو داسې ونشو نو اوس ځکه له نواز شريف سره داقسمه چلند کول غواړي کوم چې د افسوس وړ دی.''

د نومبر پر ۱۱ مه د پاکستان قامي احتساب ادارې نېب له اې سي اېله د نواز شريف نوم د ويستو يا نه ويستو معامله د کورنيو چارو وفاقي وزارت ته وسپارله.

نواز شريف چې دا مهال يې په لاهور جاتي امره کې د خپل کور دننه علاج روان دی. ډاکټران يې وايي چې د نوموړي صحت ډېر خراب دی او بايد علاج لپاره له ملکه بهر يوړل شي.

د اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه نواز شريف ته په درغلۍ کې ورکړل شوې سزا په دې خاطر تر دوو مياشتو پورې وځنډوله چې هغه خپل علاج وکړای شي. نواز شريف پر ځان د کرپشن لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې دا سياسي انګېزه لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG