د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته تللی


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه

کابل ـ د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د نومبر پر ۱۱مه، کابل ته تللي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ویاند کبیر حقمل ویلي چې دواړو چارواکو له حمدالله محب سره لیدلي.

د افغانستان یوه حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌ غواړي نوم‌ یې واخیستل شي، د دې خبر په تاییدولو سره وویل چې دواړه پاکستاني چارواکي په اسلام‌اباد کې د (ای اېس ای) له لوري د افغان سفیر د احضارولو" په اړه د بخښنې غوښتلو لپاره کابل ته ورغلي دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر هغې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (ای اېس ای) له‌خوا احضار او ناوړه چلند ورسره شوی وو.

په اعلامیه کې افغان حکومت د پاکستان په دې کار کلک اعتراض کړی وو او ویلي یې وو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د مشعل احضار او له هغه سره ناوړه چلند د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف عمل دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وروسته له هغه ای اېس ای ورغوښتی وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د هغوی ډیپلوماتان ځورول شوي دي.

خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سره د "ناوړه چلند" ادعا رد کړې ده.

نورو رسمي سرچینو او پاکستاني لوري هم تر اوسه کابل ته د پاکستاني چارواکو راتګ نه‌دی تایید کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG