د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله د رایو د شمېرنې له بهیره خپل څارونکي وویستل


 عبدالله د یکشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې یو شمېر پلویانو ته خبرې کولې>
 عبدالله د یکشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې یو شمېر پلویانو ته خبرې کولې>

کابل ـ عبدالله عبدالله د خپلو څارونکو ډله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اچول شوو رایو د بیا رسمي شمارلو له بهیر څخه اېستلې ده.

نوموړي دا اعلان د نومبر پر لسمه کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن چې هره نتیجه اعلان کړي، هغه به په دې وجه قانوني نه وي چې د ده څارونکي پکې نشته.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، د خلکو له پاکو رایو به دفاع وکړي او د تقلب او درغلۍ پر وړاندې به ودریږي.

عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د لویې جرګې په تالار کې یو شمېر پلویانو ته خبرې کولې، ټینګار وکړ چې کمېسیون دې د رایو د بیا شمېرنې په اړه په خپلې پریکړې له سره غور وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي، په نورو سوله ییزو لارو او اقداماتو به غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په ټولو ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا تفتیش او شمېرنې لپاره د موادو د لیږد چارې پیل کړې او په کابل کې یې دا بهیر په رسمي ډول پيل کړ.

د عبدالله عبدالله مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنې سره مخالفت وکړ.

عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم په درغلۍ او د کمېسیون په کارونو کې په لاس وهنه تورن کړ او له انتخاباتو دا ممکنه را وړلاړېدونکي احتمالي کرکېچ مسولیت یې هم په دولت جوړوونکي ټیم ور واچاوه.

خو د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد دغه تورونه رد کړل.

ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو ادعا کړې چې د سپټمبر پر ۲۸مه په شوو ولسمشریزو انتخاباتو کې یې بریا ترلاسه کړې.

دوي دواړو پر یو بل د درغلیو تورونه پورې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د دې انتخاباتو لومړنۍ نتیجې د نومبر پر ۱۴مه اعلان کړل شي خو چارواکو وار له مخه داسې اشارې کړې دي چې ښايي نورې هم وځنډېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG