د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل رحمان: امنیتي ادارې دې په سیاست کې ګوتې نه وهي


اسلام اباد ـ د تحريک انصاف حکومت خلاف د جمعيت علمای اسلام ګوند په مشرۍ په اسلام اباد کې مظاهرې نن [ د نومبر پر ۱۰مه ] هم دوام لري.


مظاهره چيانو ته یې مشرانو په تقريرونو کې وويل چې هره اداره دې د قانون لاندې کار وکړي او له خپله حده دې نه وځي.

د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر امنيتي ادارو تنقيد کوي چې په سياست کې ګوتې وهي.

"که هره يوه اداره په خپل چوکاټ کې دننه له خپل کار سره کار وساتي نو هېڅ قسمه جګړه به نه کېږي. موږ اوسنی حکومت نه تسلیموو. موږ په ملک کې يو باوقاره، جایز، جمهوري او ائيني حکومت کتل غواړو چې ولس پکې په عزت سره ژوند تير کړي."

د حکومت او اپوزېشن ترمنځ د مذاکراتو هڅې هم له تېرو څو ورځو راهېسې شوې دي خو تر اوسه دواړه لوري پر خپلو دریځونو کلک ولاړ دي او څه قسمه پرمختګ یې نه دی کړی.

د پاکستان حکومت مذاکراتي ډلې له مولانا فضل الرحمن سره په دي وروستيو کې ملاقاتونه کړي ول چې احتجاجي ناسته ختمه کړي.

په احتجاج کې شامل اپوزشن ګوندونه د وزيراعظم عمران خان د استفعا غوښتنه کوي خو حکومت وايي وزیراعظم به هيڅ کله دا کار و نه کړي.

XS
SM
MD
LG