د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د پاکستان او هند ترمنځ کرتار پور لار پرانيسته


د عمران خان پخوانی عکس
د عمران خان پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر نهمه نېټه د هند او پاکستان ترمنځ د کرتار پور لارې رسمي پرانېسته وکړه.

دا لاره سیک زیارت کوونکو ته د اسانتیا ورکولو په موخه پرانېستل شوې ده.

عمران خان پر دې مهال په خپله وینا کې وویل ، “زه هیلمن یم چې دا پیل دی. که خدای کول داسې ورځ به راځي چې د هند سره به مو اړېکې هغسې وي لکه څنګه چې پکار دي خو درېغه چې د کشمیر مسله په وخت حل شوې وای.”

د هند د پخواني وزیراعظم من موهن سینګ ، فمي ستوري سني دېول او پخواني کرکټر او سیاستوال نجوت سینګ سیدهو په ګډون په زرګونه سیک زیارت کوونکي پاکستان ته رسېدلي دي.

اسلام اباد سیک زیارت کونکو ته بې له وېزو پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړې ده.

من موهن سنګ په کرتار پور کې رسنیو ته وویل ، “نن د سیک ورورولۍ لپاره مهمه ورځ ده.”

هغه هیله څرګنده کړه چې له دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د رغېدو لوري ته لاړې شي.

په کرتار پور کې د نومبر پر ۱۲مه د بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۰مه کلیزه لمانځل کېږي.

کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولې ته نږدې د پاکستان په خاوره کې پروت کلی دی او هلته د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چې پکې د سیکانو مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.

پاکستان تېر کال د نومبر پر ۲۸مه د کرتار پور لارې د بنسټ ډبره اېښې وه چې په هغو مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان او هندي کانګرس غړي نوجوت سینګ سیدهو برخه اخېستې وه.

XS
SM
MD
LG