د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: حکومتي کمېټۍ دې د عمران خان بې استعغا نه راځي


مولانا فضل الرحمان پرلت ته د وینا پر مهال
مولانا فضل الرحمان پرلت ته د وینا پر مهال

اسلام اباد - د جميعت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ويلي وايي ، د حکومت مذاکراتي کمېټۍ که بیا خبرو اترو ته ورځي نو د عمران خان استعفا دې له ځان سره وروړي ګني د هسې ورتلو ضرورت نشته.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ په نامه د نومبر له لومړۍ نېټې روان د حکومت ضد پرلت ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې نه خو حکومتي مذاکراتي کمېټي د دوي په دريځ پوهيږي او نه هم د ده په وینا ،دا جرات لري چې د دوي غوښتنې تر خپل مشرتابه ورسوي.

نوموړي حکومتي مذاکراتي کمېټۍ مخاطبه کړه او ویې ویل ، “ چې بيا کله هم زموږ خوا ته راځی نو له ځان سره د وزيراعظم عمران خان استعفا هم راوړئ ګني د خالي لاس راتلو ضرورت نشته.”

مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې یو ځل بیا نېغ په نېغه د پاکستان پوځ یاد کړ او ویې ویل، “زه منم چې د پاکستان پوځ ډيرې قربانيانۍ ورکړې دي او د اختلافاتو باوجود موږ ترې دا تمه لرله چې په دې ملک کې به امن راولي”.

نوموړي زیاته کړه چې که دوي له پوځ سره مرسته نه وای کړې نو هغوي یوازې دا هدف هم نه شو ترلاسه کولای.

مولانا فضل الرحمان په ملک کې ترهګرۍ په اړه وویل ، “زموږ پر مشرانو، ملګرو او کارکنانو ځان وژنکي بريدونه وشول او په يوه يوه حمله کې دېرش ، دېرش کسان ووژل شول نو دا قربانۍ موږ د دې لپاره ورکړې وې چې د عمران خانغوندې خلک پر پاکستان حکومت وکړي ، موږ بالکل هم دا قربانۍ دې لپاره نه وې ورکړې.”

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر د ازادۍ مارچ په نامه روان پرلت په زوره د ختمولو دهړکه ورکړه.

په اسلام اباد کې له پرلتوالو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک ويلي چې که پرلت ختم نه کړل شو نو دوی به يې په زوره وپرځوي.

پروېز خټک وويل''دا تماشې به نورې نه چلېږي. موږ دا تماشې نه منو. تاسو په پاکستان کې جمهوريت او قانون نه منئ. زه اپوزيشن ګوندونو ته وايم چې که دوی د جمهوريت خبره کوي نو مولانا فضل الرحمان دې اسمبلۍ ته راولي، بيا دې له موږ سره خبرې وکړي. همدغسې جمهوريت زموږ هېواد غرق کړی دی.''

د نوموړي د وينا په ځواب کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند سره اړه لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي اسد محمود وويل چې ايين دوی ته د احتجاج حق ورکوي او دوی د ايين او قانون په دايره کې دننه احتجاج کوي.

''حکومت نن موږ ته د ايين درس راکوي. ايين زموږ مشرانو جوړ کړی دی. ايين پيپلز ګوند، جمعيت علما اسلام او مسلم ليګ جوړ کړی. هغه کسانو چې ايين يې مات کړ، اوسنی حکومت د همهغو کسانو استازی دی او د همهغو کسانو پر اوږو ناست په پارلمان کې حکومت کوي.''

د قامي اسمبلۍ پرونۍ غونډې ته د اپوزيشن يو شمېر نورو غړيو هم ويناوې وکړې او پر حکومتي تګلارو يې سختې نيوکې وکړې.

بلخوا حکومتي غړيو اپوزيشن ګوندونه په درغليو تورن کړل چې هغوی بيا دا ادعاوې رد کړې او دا يې د انتقامي سياست برخه وبلل.

د پاکستان په پارلمان کې دا تاوده بحثونه په داسې وخت کې کېږي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د اکتوبر له ۳۱مې په اسلام اباد کې د حکومت پرضد د ازادۍ مارچ په نامه پرلت دوام لري.

مولانا فضل الرحمان او د اپوزېشن ملګري یې غوښتنه کوي چې عمران خان دې استعفا وکړي خو عمران خان دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG