د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو له نوميالۍ سندرغاړې وږمې بي بي سره د هغې پر ژوند او هنر خبرې کړې دي.
نوموړې د خيبرپښتونخوا د صوابۍ د مېنۍ کلي ده، خو يوه موده کېږي چې په پېښور کې اوسي.
وږمه وايي، د پېښور راډيو او ټيليويژن ترڅنګ د شاوخوا ۸۰۰ پښتو فلمونو لپاره يې سندرې ويلې دي.
نوموړې په وروستيو کې ناروغي هم تېره کړې او په خبره يې، دا وخت له پورونو او کړاونو ډک ژوند کوي.
د وږمې بې بې دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.
د فېسبوک تبصرې