د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نړیوالې تودوښې زیاتولی ډینګي ناروغي زیاتوي'


د ډینګي خورولو ماشی

د فرانس پريس اژانس ليکنه د پاکستان د صحت محکمې د يو چارواکي په حواله وايي، سږ کال په دې هېواد کې د ډېنګي تبې ناروغانو شمېر ۴۴۰۰۰ ته رسېدلی.

د صحت قومي ادارې يو لوړپوړي چارواکي ډاکټر رانا صفدر زياته کړې، د ۲۰۱۱ز کال په پرتله، چې ۲۷۰۰۰ کسان په يادې ناروغۍ اخته شوي ول، روان ۲۰۱۹ز کال د هغوی په شمېر کې بې سارې اضافه شوې ده.

د نوموړي په خبره، روان کال تر اوسه د ډېنګي له لاسه د مړیو شمېر ۶۶ تنو ته رسېدلی، چې دا شمېر په ۲۰۱۱ز کې ۳۷۰ وو.

دې ډاکټر ماحولياتي بدلون د ډېنګي ناروغۍ د خورېدو د يوه عمده لامل په توګه ياد کړی، خو په دغه اړه يې تفصيل نه دی ورکړی.

نوموړي البته زياته کړې چې حکومت له ډېنګي د خلکو ژغورلو په موخه خپل ټول وسايل په کار راولي.

خو د مهسيمې صديق په نوم يوې ډاکټرې بيا له اژانس سره په خبرو کې د پاکستان حکومت ملامت کړی چې ويلي يې دي، په پنجاب او اسلام اباد کې اړونده ادارې نه دي توانېدلي چې د اوبو د حفاظت او د ماشو وژلو لپاره اړين اقدامات وکړي.

نوموړې زياته کړې، حکومت هله ويښ شو چې سلګونه کسانو ته ډېنګي تبه لګېدلې وه.

له ليکنې سره سم، سږکال په پاکستان کې د ډېنګي تبې تر ټولو زيات ناروغان، چې شمېر يې ۱۲۴۳۳ ته رسي، په اسلام اباد او راولپېنډۍ ښارونه کې میندل شوي.

ليکنه کاږي، په نړۍ کې ډېنګي ناروغي له ۱۹۷۰مو کلونو راهيسې ورو په ورو سېوا شوې، چې غټ لاملونه يې د تودوښې د کچې لوړوالی او بې وخته بارانونه دي.

ليکنه زياتوي، سږکال د جنوب ختيځې اسيا په يو شمېر هېوادونو کې سلګونه زره کسان ډېنګي تبې ووهل، چې د ځينو هېوادونو د روغتيا د خراب او غير موثره نظام له وجې سلګونه ناروغانو ژوند له لاسه ورکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG