د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروفیسر اسماعیل پرېږدئ. امنسټي انټرنیشنل


پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر ښيي
پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر ښيي

امنسټي انټرنیشنل د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څخه د یو لیک له لاری غوښتي چې د سایبر کرایم په تور نیول شوی۶۴ کلن پروفیسر محمد اسماعیل دې بې له شرطه خوشې کړي او د هغه پرضد مقدمې دې بیرته واخلي.

د شورو پر ورځ په خپاره شوي بیان کې سازمان پروفیسر اسماعیل د ضمیر قیدي بللی او زیاته کړې يې ده چې حکومت باید هغه ته د بیان ازادۍ او د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل په حق کې د اواز پورته کولو په بدل کې سزا ورنکړي.

په پېښور کې د انټرنیټي جرمونو مخنیوي ځانګړي عدالت د نومبر پر څلورمه د پروفیسر اسماعیل د ضمانت درخواست رد کړی دی او هغه يې په عدالتي ریمانډ د پېښور زندان ته لېږلی دی.

په دغه اړه بېګاه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هغه وکیل شهاب خټک وویل، د پروفیسر اسماعیل پرضد جوړه مقدمه په دروغو ولاړه ده او موږ هیله کوله چې عدالت به ورته ضمانت ورکړي خو داسې ونشو.

نوموړي وویل چې اوس به د ضمانت لپاره د پېښور های کورټ ته خواست کوي.

بلخوا د پروفیسر اسماعیل لور او د بشري حقونو نوموړې فعالې ګلالۍ اسماعیل د عدالت پر پرېکړه خپګان ښودلی او وايي، پلار يې ناجوړه دی او د قانون لهه مخې ورته په زندان کې د سیاسي قیدي اسانتیاوې نه ورکول کېږي.

هغې د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، له دې وړاندې يې هم په پلار د درواغو یوه مقدمه جوړه کړل شوې وه، خو چې په هغه کې يې ونه نیول شو نو دا بهانه يې ورته جوړه کړه.

حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پروفیسر اسماعیل پرضد د پاکستان د سایبر کرایمز قوانینو لاندې مقدمې درج کړل شوي دي او ورباندې له ریاسته د بغاوت او د قامي ادارو د بدنامولو تورونه پورې کړل شوي دي. خو هغه دا تورونه ردوي.

پروفیسر اسماعیل د اکتوبر پر۲۴مه د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د پېښور له های کورټه نیولی وو.

له دې وړاندی د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ایلس ویلز هم د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د پروفیسر اسماعیل د کورنۍ ځورولو په اړه په راپورونو خپله اندېښه ښودلې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG