د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت ضد مارچ او د اپوزيشن داخلي سياست


د جميعت علما اسلام په مشرۍ د ازادۍ په نوم مارچ لاهم په اسلام اباد کې دوام لري.

دوی د وزيراعظم عمران خان د استعفی او د پوځ د مداخلې پرته د نوو شفافو انتخاباتو غوښتنه کوي. خو عمران خان له استعفی ورکولو انکار کړی دی. په مارچ کې اپوزيشن ګوندونه مسلم لیګ نواز، پيپلز پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشل ګوند او عوامي نېشنل پارټۍ هم شامل دي.

د کارپوهان په وينا داسې ښکاري چې دوه مهم اپوزيشن ګوندونه مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ ورو ورو ځان له مارچ څخه ليرې ساتي چې له کبله يې پر حکومت فشار مخ په کمېدو او په اپوزيشن کې اختلافات مخ په زياتېدو ښکاري.

دا نظر څومره رښتونۍ دی او ايا د مسلم ليګ نواز او پيپلزپارټۍ له مارچ څخه ګوښه کېدل به زيان ورسوي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د مشال راډيو ايډيټر داود خټک او په پېښور کې خبريال او څېړونکی کاشف الدين سره څېړل شوې دي.

د پاکستان حکومت ضد مارچ او د اپوزيشن داخلي سياست
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG