د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اوس د غدار ټاپه لګول اثر نه لري'


اسفندیار ولي خان، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی،افتاب احمد خان شېرپاو او سیراج الحق د یوې غونډې پرمهال.
اسفندیار ولي خان، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی،افتاب احمد خان شېرپاو او سیراج الحق د یوې غونډې پرمهال.

په پاکستان کې کارپوهانو د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير دا څرګندونې بې اساسه بللي چې وايي، د پښتون ملتپالیو ګوندونو او جميعت علما اسلام مشرتابه د پاکستان خیرخوا نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير ميا اسلم اقبال د نومبر په ۲ مه نېټه په لاهور کې خبري غونډې ته په وينا کې تور پورې کړ چې د عوامي نېنشل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام مشرتابه له پاکستان سره مخلصه نه ده:

'محمود خان اڅکزی د يو ګاونډي هېواد استازيتوب کوي. د اسفنديار ولي نيکه باچاخان نه غوښتل چې په پاکستان کې دفن کړل شي. د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود ویلي ول، شکر دی چې موږ د پاکستان جوړولو په ګناه کې نه وو شامل شوي.'

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام (ف) په وار وار ویلي دي چې دوی له پاکستان سره مخلصه دي او غواړي چې په دې هېواد کې له ټولو قامونو سره يوشان چلند وشي.

ځينې سياستوالان د پنجاب صوبې د خلکو د دهوکه کولو او خپل ووټ زياتولو لپاره دا قسمه خبرې کوي خو اوس خلک پوهه شوي او دا قسمه خبرې ډېر اثر نلري.
توصیف احمد


بلخوا د عوامي نېشنل ګوند يو مشر ميا افتخار حسین د نومبر پر دوهمه نېټه په اسلام اباد کې د اپوزيشن احتجاجي غونډې ته په وينا کې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير د څرګندونو په ځواب کې وويل چې پاکستان د باچان خان، مفتي محمود او د دوی د پلويانو د هلوځلو په نتيجه کې جوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه: 'برصغير باچاخان، د ده ملګرو او ديوبند عالمانو د هغه وخت له انګريزا ازاد کړ، چې برصغير ازاد شو نو پاکستان جوړ شو . موږ جوړ کړی خو موږ پکې په سخته کې يو او تاسو پکې مزې کوئ.'

د پېښور پوهنتون د پاکستان مطالعاتي مرکز مشر فخرالاسلام د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير ميا اسلم اقبال څرګندونې د پاکستان يووالي او وحدت ته تاوان رسوي: 'باچاخان او مفتي محمود د پاکستان له جوړېدو مخکې خپله مبارزه کوله خو د پاکستان تر جوړېدو وروسته يې د پاکستان د ايين دننه خپلې سياسي هلې ځلې کړي دي.'

خو د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد بيا د نومبر په پينځمه مشال راډيو ته وويل ځينې سياستوالان د پنجاب صوبې د خلکو د دهوکه کولو او خپل ووټ زياتولو لپاره دا قسمه خبرې کوي خو اوس خلک پوهه شوي او دا قسمه خبرې ډېر اثر نلري:

'د وزيراعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې هم مخکې ویلي وو چې ملک دښمنه خلک په مارچ کې راټولېږي. له دې وورسته د پنجاب د اطلاعاتو وزير همدغه څرګندونې وکړې نو د دې هدف د پنجاب صوبې ولس د پښتنو مشرانو خلاف راپورته کول وو خو د ۷۱ کالو تېرېدو وروسته دا قسمه نعرې اوس اثر نه کوي او موږ وکتل چې مولانا صېب د غټ قوت مظاهره وکړه نو دا قسمه نعرې اوس اثر نلري.'

په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو وزير يادې څرګندونې پر داسې وخت کړي چې د جميعت علما اسلام، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د اپوزيشن ګوندونو نور مشران له وزيراعظم عمران خانه استعفا غواړي. دوی تور لګوي چې موجوده حکومت د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغليو په نتيجه کې جوړ شوی خو حکومت دا تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG