د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذاکراتي او رهبر کمېټیو ناستې نتيجه ورنکړه


اسلام اباد کې د 'ازادي مارچ' پرلت
اسلام اباد کې د 'ازادي مارچ' پرلت

د اپوزيشن ګوندونو 'ازادي مارچ' او دهرنې په هکله د حکومتي مذاکراتي کمېتۍ او د اپوزيشن رهبر کمېټۍ غونډه د نومبر پر پنځمه په دويمه ورځ هم بې نتيجې پای ته ورسېده.

د جميعت علمای اسلام يو مخکښ او د رهبر کمېټۍ مشر اکرم دراني په کور کې د حکومت او اپوزيشن ترمينځ مذاکرات وشول خو دواړو ډلو لخوا په معاملاتو اتفاق ونشو.

د دواړو کمېټيو ترمنځه له خبرو اترو وروسته پروېز خټک او اکرم خان دراني په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل دواړه خواوې کوښښ کوي چې یو مینځنۍ لار راوباسي.

د حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک وينا وه په ځينو معاملاتو اتفاق شوی دی او په ځينو اوس هم خنډ شته دی خو د مذاکراتو لړۍ به جاري ساتو او کوښښ يې دی چې څه داسې حل راواېستل شي چې د اپوزيشن عزت هم پرځای پاتې شي او حکومت هم متاثره نه شي.

د ذکر ده چې د اپوزيشن رهبر کمېټي له نورو غوښتنو سره سره وزير اعظم عمران خان د استعفې غوښتنه هم کوي. خو حکومتي کمېټي دريځ لري چې د اپوزيشن دا غوښتنه د منلو وړ نه ده.

رسنيو ته اکرم خان دراني وويل په خپل دريځ کلک ولاړ دی او له اولې ورځې راهيسې چې کومې غوښتنې وې نو هغه يې يو وارې بيا د حکومتي کمېټۍ پروړاندې کېښودې او حکومت کوښښ کوي چې یو مینځنۍ لار راوباسي.

حکومتي مذاکراتي کمېټي د دفاع وزير پروېز خټک علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر، د سېنېټ چیېرمېن صادق سنجراني، د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري، د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، پارلېماني استازی اسد عمر او پنجاب اسمبلۍ سپيکر چودري پروېز الهي مشتمله ده.

د اپوزيشن په رهبر کمېټي د اکرم خان دراني علاوه د مسلم ليګ ن احسن اقبال او امير مقام، د پيپلز ګوند نیر بخاري او فرحت الله بابر، د عوامي نېشنل ګوند ميا افتخارحسین او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ نه علاوه د اپوزيشن ګوندونو يوشمير نور غړي شامل دي.

د ذکر ده چې نومبر په څلورمه هم حکومتي مذاکراتي کمېټۍ او د اپوزيشن ګوندونو رهبر کمېټۍ په اسلام اباد کې ملاقات کړی وو.

د حکومتي کمېټۍ مشر پرويز خټک د ملاقات وروسته رسنيو ته وويل، دوی د اپوزيشن غوښتنو ځان خبر کړ او هغوی زموږ خبرې واورېدې. دواړه ډلې به له خپلو مشرانو سره کښېنو او د دې غوښتنو په هکله به ورسره خبرې کوو او هيله لرو چې نن زموږ کومه بله ناسته به کېږي نو ښه پرمختګ به پکې وشي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نهه مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دې وينا يې ده چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفې ورکړي خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي وزير اعظم به يې په غوښتنه کله هم استعفې ورنکړي.

XS
SM
MD
LG