د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټول ګوندیزې غونډې پرېکړه به په 'ازادي مارچ' کې اعلانېږي


مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته n وینا پرمهال.
مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته n وینا پرمهال.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په اسلام اباد کې ټول ګوندیزه غونډه کې د راتلونکې کړنلارې په باب شوې پرېکړه به د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته اعلانوي.

د اتوار په ماسخوتن حکومت ته د ورکړي مهلت ختميدو وروسته د 'ازادي مارچ' ګډونوالو ته جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وويل، 'دلته د ايسارېدو مطلب دا نه دی چې سفر يې ودرېدلو، موږ به له دې ځایه له پرمختګ سره ځو. دوی نن زموږ پرمخ اسلام اباد تړلی دی، موږ یې پروړاندې ټول ملک تړو او دا جنګ به جاري وي.'

مولانا فضل الرحمن د نومبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د لاريون ګډونوالو ته په خپله وينا کې وزيراعظم عمران خان ته د دوو ورځو مهلت ورکړی وو چې استعفی دې ورکړي ګنې پر درېمه ورځ به د راتلونکې لپاره تګلاره ټاکي او بيا دوی د هېڅ ډول تړون پابنده نه دي.

د نوموړي وينا وه موجوده حکمرانان به کور ته ليږو او ولس ته به د هغوی د ووټ حق ورکول وي ځکه چې له دې علاوه بله کومه لاره نه ده پاته.

مولانا فضل الرحمن د پروسږ کال په انتخاباتو کې د مبينه درغلۍ په باب په وينا کې وویل، هر تن تر انتخاباتو وړاندې ولس ته د تلو پرځای بلخوا [پوځ] ته ګوري ځکه ځل په انتخاباتو کې مداخلت کېږي او د خپلې خوښې نتايج ترلاسه کول کيږي. د نوموړي وینا وه، 'زه ډېر په وضاحت سره دا ويل غواړم چې د راتلونکي لپاره دې پوځ چې زموږ لپاره ډېر محترم دی په هر حال کې دې دا خبره یقيني کړي چې په ملک کې له کېدونکيو انتخاباتو سره به یې هېڅ اړه نه وي ځکه چې د دې لوجې زموږ پوځ متنازعه کېږي او موږ يې نه متنازعه کول غواړو نو ټولو ادارو له به په ګډه سره دا ټاکل وي چې ايين محترم دی او د هغې پر بنياد به د ملک نظام چلېږي.'

بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پنجاب په بهاولپور ښار کې رسنيو ته وويل چې له اولې ورځې د 'ازادي مارچ' ملاتړ کوي او ويلي يې دي چې په پرلت (دهرنا) کې به ګډون نه کوي خو د پيپلز ګوند کور کمېټۍ خپلې پرېکړې ته بیا-کتنه وکړه نو په پرلت کې هم ګډون کولی شي.

د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان تير ماسخوتن په اسلام اباد کې خبري غونډې پر مهال د مولانا فضل الرحمن په وينا خپل غبرګون په ښودلو سره وويل د مارچ ګډونوالو څه واضحه اجنډا نشته او وزيراعظم په پنځه ګنټو کې تر دې زیات خلک راټولی شي.

د نوموړې وينا وه، 'موږ سياسي خلک يو او له يو بل سره مو نظرياتي اختلافات کېدی شي خو مولانا فضل الرحمن مذهب کارډ استعمالوي د کوم چې موږ غندنه کوو د مسلو هوارولو لپاره خبرو ته تيار يو خو د مذاکراتو خواهش دې زموږ کمزوري نه ګڼل کېږي. د مارچ ګډونوال دې د لوظنامې سرغړونه نه کوي نو حکومت ورسره په هره مسله خبرو ته تيار دی.'

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نهه مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دې د اکتوبر پر ۲۷ مه د کراچۍ څخه پېل شوی و او وروسته ورسره وروسته د بلوچستان، پنجاب او خېبرپښتونخوا قافلې هم ملګرې شوې. دوي د ۳۱م اکتوبر په شپه ناوخته اسلام اباد ته ورسيدل او له هغه وخته راهسې د حکومت پرضد په احتجاج کوي.

اپوزيشن ګوندونه غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفې ورکړي خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي وزيراعظم به يې په غوښتنه کله هم استعفی ورنکړي.

XS
SM
MD
LG