د لاسرسي ځای

تازه خبر

همدرد: ننګرهار کې سږکال د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی


د غونډې عکس
د غونډې عکس

جلال اباد - د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو پر وړاندې د جرایمو د معافۍ د مخنيوي نړیوالې ورځې د لمانځنې په ترڅ کې په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د ژورنالستانو خوندیتوب ته پام واړوي.

د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل، د تېر کال په نسبت سږکال په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي دي، خو معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

نوموړي وویل ، " سږکال موږ د مرګ ژوبلې پېښې نه درلودې، یوازې شپږ پېښې چې ټیلفوني دهړکې وې، هغه مو ثبت کړي چې درې یې په کې د ښځینه وو پر وړاندې وې."

نوموړي وویل چې که څه هم دا پېښې دوي له امنیتي او کشفي ارګارنونو سره شريکې کړې وې، هغوی تر خپلې وسې هغه ساحه تر پوښښ لاندې نیولې وه، خو د کلتوري محدودیتونو له امله هغه ښځینه حاضرې نه شوې چې دندو ته دوام ورکړي.

په ختيځو ولایتونو کې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې استازی محمد اصف شینواري وویل، لا هم په ننګرهار کې ژورنالستان له ګڼو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل چې " مهمه اندېښنه او ننګونه نا امني ده. متاسفانه چې اوس هم زموږ خبریالان خوندیتوب نه لري. تر څنګ يې کاري خوندیتوب هم نشته. ډېر خبریالان په يوه ټیلفون مقررېږي او په یوه ټيلفون برطرف کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې ژورنالستانو سره هيڅوک تقابلي سیاست غوره نه کړي. خپل مقابل لوری يې ونه ګڼي. اود رسنیو د یوه فعال په توګه مې له رسنوالو هم دا هیله ده چې خپلو مسلکي ارزښتونو ته درناوي ولري."

په دې لمانځنغونډه کې د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په ګډون یو شمېر لوړ پوړو ولایتي چارواکو همبرخه لرله. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، ولایتي اداره مکلفه ده چې د هر افغان او په ځانګړې توګه د ژورنالستانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

ده وویل ، "د هر افغان په مقابل کې چې جرایم واقع کېږي، موږ باید مافیت ختم کړو. که هر څوک په هر شکل او هره بڼه زموږ یو افغان تهدیدوي، حکومت یا دولت باید د هغې په مقابل کې جدي وي او جدي يوو. او ژورنالستانو ته به په خاصه توګه توجه کوو."

په افغانستان کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټې د راپور په اساس د ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې تر دې مهاله په افغانستان کې ۱۰۵ تنه خبریالان او د رسینو کارکوونکي وژل شوي چې لس سلنه یې په کې ښځینه دي.

XS
SM
MD
LG