د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د وزیراعظم د استعفا امکان نشته


پروېز خټک
پروېز خټک

اسلام اباد - د حکومت مذاکرتي ډلې ويلي چې د وزيراعظم عمران خان د استعفا پرموضوع د خبرو هېڅ امکان نشته.

د کمېټۍ مشر پروېز خټک نن په اسلام باد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د پاکستان رياستي ادارې بېطرفه دي خو هغوی له هر منتخب حکومت سره مرسته کوي.

نوموړي دا خبره په هغه غبرګون کې وکړه چې د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحان پرون ويلي و چې پاکستاني ادارې دې بېطرفه و اوسي.

پروېز خټک پر دې مهال دا هم وويل چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به عدالت ته ځي او د مولانا فضل الرحمان پر ضد د هغه د هغه بيان په تړاو به د ((بغات)) مقدمه درجوي چې نوموړي ويلي و چې که عمران خان استعفا ورنکړه نو په خپل کور کې به يې ګرفتاره کړي.

پروېز خټک په عين حال کې دا هم وويل چې د اپوزيشن ګوندونو د رهبر کمېټۍ له مشرانو سره خبرو کولو ته چمتو دي او اوس هم له دوی سره په غېر مستقيم ډول په تماس کې دي.

په عین حال کې نن په اسلام اباد کې د جمیعت علما‌ اسلام ف ډلې د یو مرکزي مشر اکرام خان دراني په کور کې د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمیټۍ غونډه شوې خو تفصیل یې لا ندی په ډاګه شوی.

ټاکل شوې وه چې په غونډه کې به د دوي له خوا حکومت ته تر ورکړل شوي دوه ورځني مهلت ختمیدو وروسته د لارین پر کړنلاره بحث کېږي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ – ازادي مارچ د اکتوبر په ۲۷ مه له کراچۍ پیل شوی وو چې وروسته ورسره د بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او پنجاب قافلې هم ملګرې شوې وې.

دوي د ۳۱م اکتوبر په شپه اسلام اباد ته ورسېدل او له هغه راهسې هلته د حکومت پرضد احتجاج کوي.

تر اوسه دې احتجاج ته د اپوزېشن د مشرانو شهباز شریف ، بلاول بټو ، اسفندیار ولي خان ، محمود خان اڅکزي په ګډون لوی شمېر مشرانو ویناوې کړې دي.

اپوزېشن ګوندونه غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفی وکړي خو حکومت وايي د دې امکان هم نشته.

اپوزېشن ګوندونه ځکه د تحریک انصاف د حکومت ختمېده غواړي چې د دوي په وینا هغوي د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د درغلیو په نتیجه کې واک ته رسېدلي وو.

خو تحریک انصاف وايي ، ولس د اوسني اپوزېشن ګوندونه رد کړي وو او هغوي دې تر راتلونکو عامو انتخاباتو صبر وکړي.

XS
SM
MD
LG