اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د دې لپاره د تحریک انصاف د مشرانو غونډه رابللې چې د اپوزېشن له خوا د حکومت ضد روان د ازادي مارچ په نامه احتجاج او د ملک پر سیاسي صورتحال خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان حکومت ته په دوو ورځو کې د مستعفي کیدو ویلي.
د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان نن په ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې اپوزیشن خپلو اولادونو ته د واک منتقل کولو لپاره د پاکستان په ریاست بریدونه کوي.
په عین حال کې نن په اسلام اباد کې د جمیعت علما اسلام ف ډلې د یو مرکزي مشر اکرام خان دراني په کور کې د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمیټۍ غونډه کیږي.
په غونډه کې به د دوي له خوا حکومت ته تر ورکړل شوي دوه ورځني مهلت ختمیدو وروسته د لارین پر کړنلاره بحث کېږي.
د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ – ازادي مارچ د اکتوبر په ۲۷ مه له کراچۍ پیل شوی وو چې وروسته ورسره د بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او پنجاب قافلې هم ملګرې شوې وې.
دوي د ۳۱م اکتوبر په شپه اسلام اباد ته ورسېدل او له هغه راهسې هلته د حکومت پرضد احتجاج کوي.
تر اوسه دې احتجاج ته د اپوزېشن د مشرانو شهباز شریف ، بلاول بټو ، اسفندیار ولي خان ، محمود خان اڅکزي په ګډون لوی شمېر مشرانو ویناوې کړې دي.
اپوزېشن ګوندونه غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفی وکړي خو حکومت وايي د دې امکان هم نشته.
اپوزېشن ګوندونه ځکه د تحریک انصاف د حکومت ختمېده غواړي چې د دوي په وینا هغوي د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د درغلیو په نتیجه کې واک ته رسېدلي وو.
خو تحریک انصاف وايي ، ولس د اوسني اپوزېشن ګوندونه رد کړي وو او هغوي دې تر راتلونکو عامو انتخاباتو صبر وکړي.