د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د يوه وژل شوي افغان انځور پر ټولنیزو رسنیو سخته غوسه راپارولې


په کندهار کې د يوه افغان وژنې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو سخته غوسه راپارولې ده.

چارواکي وايي د امان الله په نوم دغه کس په پنجشبه د ارغنداب ولسوالۍ په نقيبي مېنه کې په خپل موټر کې د خپلو ماشومانو ترمخ وژل شوی دى.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادۍ راډيو ته وویل، وژل شوی کس د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او یو نظامي سرتېری و.

په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې یو خپور شوی انځور کې چې ښيي له برید څو شیبې وروسته اخیستل شوی وي، څرګندیږي چې یوه وېرېدلې څلور کلنه ماشومه د موټر په مخکیني سیټ کې د خپل وژل شوي پلار په وینو لړلي جسد تر څنګ ناسته ده.

د ټولنیزو رسنیو افغان کارونکو د کوچنۍ لور په وړاندې د یو پلار وژلو پراخ عکس العلمونه ښودلي دی او ډېرو یې دا یو وحشیانه برید بللی.

که څه هم تر اوسه د دې سړي د وژلو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په کندهار کې ډیر کله وسلوال طالبان پر دولتي کسانو دا ډول هدفي بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG