د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت ته دوې ورځې مهلت دی: مولانا فضل الرحمن


اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال

د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ -۹ سېکټر کې د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته چې د اپوزېشن ګوندونه یې ملاتړي دي مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې د پاکستان واکدارانو ته د دوو ورځو مهلت ورکړ چې له وزیر اعظم خان څخه دې استعفا واخلي که نه نو په دغه غونډه کې دوې ورځې بس د راتلونکې تګلاره ټاکي.

نوموړي په خپله وینا کې پر پاکستانیو ادارو ږغ وکړ چې د وزیر اعظم عمران خان د حکومت او اپوزېشن ترمنځ لانجه کې دې بې پلوه و اوسي ګنې د دوی په اړه به هم به رهبر کمېټۍ کې خپله فیصله کوي.

د اپوزېشن ګوندونو دې اجتماع ته چې لوی اکثریت پکې د جمعیت علمای اسلام د کارکنانو دی، مولانا صاحب په خپله وینا کې تور پورې کړ چې د عمران خان حکومت په ۲۰۱۸ز کال په جولای میاشت کې د بدترینې درغلۍ په زور راغلی دی او دوی [اپوزېشن] یې نور نه مني او نه یې زغمي. د ده په وینا دا حکومت به نور خپل ټغر ورنغاړي ګنې وزیر اعظم عمران خان په خپل کور کې ګرفتار کړي.

په اسلام اباد کې د سلګونه زرو خلکو دې سترې غونډې ته د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې عمران خان د پاکستان ګورباچوف دی چې په وینا یې د هېواد اقتصاد یې په ټپه ودراوه. د ده په خبره کله چې د یوه ملک معیشت کمزوری شي، هغه ریاست بیا خپل وجود برقراره نه شي ساتلی. هغه وویل سوویت یونین هم د کمزوري اقتصاد له وجې ټوټې ټوټې شو.

مولانا صاحب په خپله وینا کې وویل چې نن د هېواد هره طبقه پر احتجاج ده. ډاکټران، نرسان، سوداګر، مزدوران، خوارېکښ او مېډیا والا پر احتجاج دي. نوموړي پر حکومت ږغ وکړ چې د دوی مطالبې دې سمدستي ومني.

د جمعيت علما اسلام ف ګوند په مشرۍ د اپوزېشن ګوندونو حکومت پرضد لاریون بېګاه شپه اسلام اباد ته ورسېدلی او نن د جمعې تر لمانځه وروسته يې د ولسي غونډې په پیلولو سره دې احتجاج ته رسمي بڼه ورکړه.

د پاکستان پیپلز پارټۍ ګډ مشر بلاول بوټو زرداري د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، د دې هېواد په کې د ولس حکمراني وي او پوځ به په سیاست کې هېڅ رول نه لري. د نوموړي په وینا دلته به یوازې د ایین بالادستي وي.

بلاول په خپله وینا کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن مننه وکړه چې ټول سیاسي ګوندونه یې د جمهوریت لپاره پر یو دریځ راټول کړل.

د پیپلز پارټۍ مشر تور پورې کړ چې عمران خان د ولس په رایو نه بلکې د ووټونو په غلا کولو واک ته رسېدلی دی. نوموړي په خپله وینا کې دا ادعا هم وکړه چې د پخواني پوځي مشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې هم په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

د نوموړي وینا وه چې په دا دومره لوی شمېر کې ولس ځکه راټول دی چې د ګرانۍ له توپانه سخت اندېښمن دی.

بلاول په خپله وینا کې دا تور هم ولګاوه چې د وزیر اعظم عمران خان حکومت د کشمیر پر سر سودا کړې ده او دوی دا سودا نه مني او نه هم لاسپوڅی وزیر اعظم مني.

د نوموړي وینا وه چې ولس یوازې او یوازې جمهورت غواړي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د ازادي مارچ ته په خپله وینا کې وویل چې پاکستان د سیندیانو، بلوڅانو، پښتنو او پنجابیانو ګډ ملک دی، دلته به هرڅوک د ایین پابند وي. د دې هېواد پوځ له سپاهي تر جنرله دا لوړه کوي چې د ملک ایین منم او په سیاست به هېڅ کار نه لرم. نو دا نن غونډه د همدې لپاره کوو چې د دې ملک هره اداره به د ایین پابندوو.

د اڅکزي وینا وه چې د نن دا اجتماع یوازې د ملایانو نه ده، په دې کې مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ، عوامي نیشنل پارټۍ، نیشنل پارټۍ، قامي وطن پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او ګڼ نور ګوندونه شمولیت لري. او نن دا غونډه په دې هېواد کې د اییني او غیر اییني ډلو ترمنځ صفبندي ښکاره کوي.

جلسې ته د وينا پر مهال د پاکستان مسلم ليګ ن مشر او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزېشن ليډر شهباز شريف وويل چې په نوي پاکستان کې د ولس ژوند له کړاوونو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه: ''نن له زده کوونکو څخه وظيفې واخيستل شوې، روزګارونه ختم کړل شوه، کاروبارنه ختم کړل شوه، مزدوران بېکاره کړل شوه، د دکاندارانو دوکانونه بند کړل شول، د پانګه والو پانګې ختم کړل شوې، ډاکټران او نرسان پر احتجاج دي.''

دا مهال د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشران جلسې ته وينا کوي او هغوی د وزيراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي خو عمران خان ویلي چې د احتجاجونو له لارې یې څوک استعفا ته نه شي مجبورولی. نوموړي نن په ګلګت بلتستان کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې د احتجاج کوونکو چې څومره وس وي، هغومره پرلت دې ووهي خو دی به د درغلۍ لپاره جوړجاړی نه ورسره کوي.

د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په پنجشنبه په ټېلېوېژني مرکه کې ویلي چې په اسلام اباد کې به یې پرلت وهلې دی او حکومت ته دوه درې ورځې مهلت ورکوي چې مستعفي شي. د نوموړي وینا وه تر هغو به له اسلام اباده نه ځي چې وزيراعظم عمران خان استفعی نه وي ورکړې خو وزيراعظم ویلي په احتجاجونو یې څوک استعفی ته نه شي مجبورولی.

په عین حال کې مولانا فضل الرحمان پر ټویټر پاڼه په بیان کې د هغو سیاسي مشرانو مننه کړې چې په ''ازادي مارچ'' کې ورسره مله دي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د حکومت ضد لاريون د اکتوبر پر ۲۷مه له کراچۍ نه پيل شو چې بيګا ټاکل شوي مقام ته ورسيد. د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ، عوامي نيشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو سياسي ګوندونو مشران او کارکنان هم په دې لاریون کې برخه اخلي.

بلخوا د پاکستان کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې که د لاریون ګډونوالو د قانون سرغړاوی وکړ نو پرضد به یې ګامونه پورته کړل کېږي.

حکومت د اسلام اباد ریډ زون پوځ ته حواله کړی او د ښار مهمو سیمو ته تلونکې لارې یې تړلې دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG