د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم مو مال وړونکي ګاډي ځنډېږي: ټرانسپورټران


ټرانسپورټران وايي پر تورخم تر ورځو انتظار باسي
ټرانسپورټران وايي پر تورخم تر ورځو انتظار باسي

تورخم - ټرانسپورټران وايي، پر تورخم د ۲۴ ساعته فعالیت له وجې د پاکستان او افغانستان سوداګري لوړه شوې، خو د مال وړونکو ګاډو د ډرېورانو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

شاکر اپریدی د خیبر د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر دی او وايي، د تورخم دواړو خواوو ته ډرېوران تر ورځو، ورځو کسټم یا ګمرک پرې کولو او اجازتنامې ته انتظار باسي.

ده د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر له ۱۸مې راهیسې یې مشکلات هم زیات شوې دي:

"کله چې عمران خان د ۲۴ ساعته [تګ راتګ لپاره د تورخم ور پرانیستو] اعلان کړی وو، له هغې ورځې مشکلات زیات شوي دي او کم شوي نه دي. زموږ ګاډی چې له کراچۍ روان شي نو په ورځ، دوو کې پېښور ته ورسي، خو چې کله تورخم ته نېږدې شي نو په دغه ځای کې ورباندې څلور، پېنځه یا شپږ ورځي لګي."

کله، کله له پېښوره تر تورخم پورې لار، دلته یا هلته بنده شي. په کسټم کې هېڅ مسله نشته.
عطا الرحمان

د اپریدي په خبره، د افغانستان له لوري هم مال وړونکي ګاډي تر ورځو ځنډېږي او دا ځنډ په ځانګړي ډول د کسټم یا ګمرک د دفتر له وجې پېښېږي.

خو د پاکستان او افغانستان د کسټم چارواکي دا تور ردوي.

پر تورخم د پاکستان د کسټم یو چارواکی عطاالرحمان وايي، دوی هره ورځ له پېنځو تر ۶۰۰ پورې ګاډي خلاصوي:

"کله چې کسټم ته ګاډي راځي نو بیا خو په ۲۴ ګېنټو کې دننه خلاصېږي. کله، کله له پېښوره تر تورخم پورې لار، دلته یا هلته بنده شي. په کسټم کې هېڅ مسله نشته. د کسټم [اداره] روزانه د برامداتو ۵۰۰ یا ۶۰۰ ګاډي خلاصوي."

عطاالرحمان وايي، د تورخم پر وره د تګ راتګ له ۲۴ ساعته کېدو راهیسې حکومت هلته د کسټم د کارکوونکو شمېر لوړ کړی او یوه ډله له سهار اتو تر ماخوستن اتو بجو او بله د ماخوستن له اتو تر سهاره پورې کار کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې کله د تورخم ور د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پرانیسته نو هیله یې ښوولې وه چې له دې سره به د دواړو خواو سوداګري وده ومومي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکي هم مني چې په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د دواړو خواو سوداګري زیاته شوې.

وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۸مه تورخم د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پرانیست
وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۸مه تورخم د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پرانیست

پر تورخم د افغانستان د ګمرک عمومي مدیر امان الله کلیوال هم د عطا الرحمان خبره تاییدوي او وايي، د افغانستان له لوري هم سلګونه ګاډي هره ورځ خلاصوي:

"زموږ لوري ته فقط د یو ورځ په ترځ کې ټولې موټرې د جلال اباد د ننګرهار له ګمرکه خلاصېږي او هېڅ نوع ستونزه نشته. موږ ته له هغې خوا پېنځه یا ۶۰۰ موټر راځي او موږ چې له دې خوا صادرات لرو، د پاکستان لوري ته له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې ګاډي استوو."

امان الله کلیوال وايي، د پېښور او تورخم پرتله د جلال اباد او تورخم ترمنځ د مساپرو او مال وړونکو ګاډو لارې جدا دي.

دی زیاتوي چې مال وړونکي ګاډي زیاتره د شپې مهال سفر کوي نو ځکه مساپر پر لار نه ځنډېږي.

د پاکستان او افغانستان د کسټم چارواکي زیاتوي چې راتلونکې میاشت دواړه خواوې سره غونډه لري چې پکې به د ټرانسپورټرانو د ستونزو تر څنګ له سوداګرۍ سره پر تړلو موضوعاتو بحث وکړي او د حللارې به یې ولټوي.

XS
SM
MD
LG