د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر کړي


افغان هوايي ځواک
افغان هوايي ځواک

د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) تازه راپور ښيي چې امريکايي ځواکونو په تېره سېپټېمبر مياشت کې په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ٤٠ هوايي بریدونه کړي دي.

پنتاګون ویلي، په سېپټېمبر مياشت کې يې د هوايي حملو شمېر ١١١٣ ته رسېږي، حال دا چې په اګسټ مياشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دولت پر مخالفینو ۸۱۰ بریدونه کړي وو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، دا حملې د دې لپاره شوي چې پرې نه‌ ښودل شي په افغانستان بيا د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې، القاعده او نورو ترهګري ډلو په خوندي مرکز بدل شي.

امريکايي پوځيانو په افغانستان کې خپلې هوايي حملې په داسې حال کې زياتې کړي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات په تېره سېپټېمبر مياشت کې ولسمشر ډونالد ټرمپ له منځه یووړې.

ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر اتمه دغه مذاکرات تر هغه وروسته ختم اعلان کړل چې طالبانو په کابل کې د يوې خونړۍ حملې مسؤليت واخېست.

په هغه برید کې ١٢ کسان وژل شوي وو چې يو پکې امريکايي سرتېرى و.

افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د امريکايي پوځيانو د هوايي حملو زياتېدل، له مخالفانو د سيمو په پاکولو کې ګټور تمام شوي دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌ الله احمدزي مشال راډیو ته وویل، په ځمکنيو عملياتو کې تر ډېره حکومتي ځواکونه برخه لري، خو په هوايي عملياتو کې بهرني ځواکونه ورسره همکاري کوي.

هغه زیاته کړه: "په دې وروستيو کې موږ په ډېرو ولايتونو کې ګډ عمليات درلودل. په عملياتو کې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو دفاعي او امنيتي ځواکونه او د ملي امنيت عمومي رياست، همداراز په هوايي برخه کې نړيوال ځواکونه له موږ سره مرسته کوي. هدف د دښمن له‌ منځه وړل او د هغو سيمو ازادول دي چې د وسله‌والو په تصرف کې دي."

د امريکا دفاع وزير مارک اسپر د روانې اکټوبر مياشتې په لومړيو کې خبريالانو ته ويلي وو، د سولې مذاکرو تر ختمولو وروسته دوى په افغانستان کې د خپلو پوځي عملياتو شدت د پام وړ زيات کړى دى.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوى خپل پوځي عمليات په تېرو شپږو مياشتو کې شديد کړي چې لاسته راوړنې هم لري.

احمدزي وویل: "تاسو وليدل چې په تېرو شپږو مياشتو کې موږ وتوانېدو ١٣ ولسوالۍ د دښمن له تصرف څخه ازادې کړو. اوس په هغو سيمو کې دفاعي او امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى دي او خلک هلته په ارامه فضا کې ژوند کوي."

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې په هوايي حملو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت (يوناما) په هغه راپور کې چې د روانې اکټوبر مياشتې پر١٧مه خپور شوى، راغلي چې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې ۵۷۹ ولسي کسان وژل شوي او ۳۰۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

یوناما ویلي چې دا شمېرې "د ٢٠١٨م کال د همدې مودې په نسبت ٢٨ فيصده زياتوالى ښيي."

په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو وژل کېدو تل د خلکو اعتراضونه راپارولي دي.

ولسمشر اشرف غني د سږ کال د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر وکړ چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي، خو لا هم دغه ستونزه پای ته نه‌ ده رسېدلې.

د افغانستان حکومت په وار وار ويلي چې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې اصلي عاملين د دولت مخالفان دي چې له ملکيانو د سپر په توګه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG