د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ازادي مارچ'' اسلام اباد ته ننووت


''ازادي مارچ'' له ګوجرانوالا تېرېږي

د وزیر اعظم عمران د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې د مخالفو ګوندونو ملاتړ ورسره دی د اکتوبر پر ۳۰ مه د پنجاب لاهور ښار نه روان شو نن د زيارت په ورځ اسلام اباد ته ورسېد او د ياد ښار په اېچ ناين سېکټر کې له اتوار بازار سره نزدې میدان کې به د حکومت پرضد مظاهره کوي.

د پلان له مخې به نن د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د ازادي مارچ جلسه کېدله خو ویل کېږي چې د اورګاډي پېښې له کبله یې ځنډولې ده.

بېګا ماسخوتن ناوخته د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې په ''ازادي مارچ'' کې ګډون والو ته مولانا فضل الرحمن وويل په دا دومره لوی شمير کې خلک اسلام اباد ته له وزيراعظمه د استعفی اخېستو لپاره روان دي ځکه چې په درغلۍ راغليو موجوده حکمرانانو ملک له معاشي بحرانه د رااېستلو پرځای د ملک معيشت له تباهۍ سره مخامخ کړی دی.

مولانا فضل الرحمن په ګوجرانوالا کې د 'ازادۍ مارچ' برخوالو ته وینا کوي
مولانا فضل الرحمن په ګوجرانوالا کې د 'ازادۍ مارچ' برخوالو ته وینا کوي

د نوموړي وينا وه نن د ملک ټول ولس رايوځای شوی دی او د ازادي مارچ چې کومې غوښتنه ده نو هغه اوس قامي غوښتنه جوړه شوې چې موږ د ۲۰۱۸م کال په ۲۵ جولای شوې انتخابات نه تسليموو او د دغه انتخاباتو په نتيجه کې چې کوم حکومت په واک کې راغلې نو هغه ناجايزه دې او د پاکستان په جمهوريت کې د داسې حکومت جوړولو هيڅ ګنجايش نشته چې کوم امانت لوټلې شوې دې نو هغه ولس ته سپارلو لپاره موږ راوتلي يو چې ولس د ووټ صحيح استعمال په کولو سره خپل حقيقي غړي وټاکي او هغوي حکومت جوړ کړي.

خو د پاکستان د ټاکنو کمېشن، حکمران ګوند او پوځ دريځ لري چې انتخابات پاک او شفاف شوي وو. د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي وايي چې د ولس د ووټونو له لارې په واک کې راغلي نو خپله پنځه کلنه موده به ضرور پوره کوي او د مارچ لوجې به وزيراعظم عمران خان په هېڅ صورت خپله څوکۍ پرېنږدي.

بلخوا د اسلام اباد ضلعي انتظاميې په ازادي مارچ کې د ګډونوالو لپاره لارې مختص کړي دي او د راولپنډۍ او اسلام اباد اوسېدونکو ته يې ويلي چې مارچ لپاره ټاکل شوې لارې دې استعمالولو نه ډډه وکړي. دې ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت د مارچ امنيت لپاره خپلې تياريانې په مکملولو سره د هر قسمه اسلحې او نان کسټم پېډ موټرې په راوستلو بنديز لګولې دې.

د کورنيو چارو وزارت ترمخه چې اسلام اباد پوليسو او اېف سي سره سره رېنجرز او پوځ دستې په حساتو ځايونو تعينات کړې شوي دي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نورو مخالفه ګوندونو پاکستان مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د ځينو نورو ګوندونو ملاتړ ترلاسه دی، د اکتوبر پر۲۷ مه د کراچۍ له سهراب ګوټه روان شول او د سيند صوبي حیدر اباد، نواب شاه، نوشهره فېروز، خېرپور، سکر او ګوټکي نه تيريدو وروسته د اکتوبر پر ۲۸ مه پنجاب ته داخل شو. د يادې صوبې رحيم يار خان، بهاولپور، ملتان، ساهيوال، لاهور، ګوجرانواله او ګجرات نه تيريدو وروسته نه به مارچ اسلام اباد ته رارسي. دې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا نه په ازادي مارچ کې ګډون لپاره قافلې به هم نن ياد ښار ته رارسي.

بلخوا پاکستاني رسنۍ وايي چې د اکتوبر پر ۳۰مه وزيراعظم عمران خان سره حکومتي مذاکراتۍ کمېټۍ په اسلام اباد کې ملاقات وکړو. په دغه موقعه د وزيراعظم وينا وه که اپوزيشن د لوظنامې خيال ونه ساتو نو پرضد به يې سخت ګامونه پورته کولې کيږي.

د ذکر ده چې جميعت علمای اسلام د ۴ غوښتنو سره اسلام اباد ته روان دې چې پکې وزيراعظم عمران خان نه استعفې اخيستل، پوځ د مداخلې نه په غېر بيا انتخابات کول، په ايين کې د اسلامي دفعاتو تحفظ ېقيني جوړول او احتساب قامي ادارې (نېب) لخوا سياسي قېديان خوشې کول شاملې دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG