د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان له خوا د ویزو کمولو افغانان اندېښمن کړي


پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوړی دی. ځینې افغانان د پاکستان پر دغه اقدام سخت انتقاد کوي او وايي، هره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټولېږي خو ویزه نه شي ترلاسه کولی.

په ورته وخت کې په کابل د پاکستان سفارت وايي، دغه اقدام یې په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو، کړی دی.

له هغې وروسته چې پاکستان، افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوستی، په کابل کې د دغه سفارت مخې ته ویزو ته د اړو افغانانو کتارونه اوږده شوي چې ددوی په وینا په ورځو ورځو ویزې ته انتظار کوي.

ځینې ادعا کوي چې کمیشنګاران د یوې ویزې په بدل کې ان تر ۱۰ زرو افغانۍ غواړي چې د ډېرو کسانو له وسې پوره نه ده.

په ورته وخت کې د پاکستان سفارت چارواکي وايي چې د پاکستان وضعیت ته په کتو به د افغانانو لپاره د ویزو په ورکولو کې کموالی راولي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصراله د یکشنبې د ورځې په ماښام په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"هیڅ ګاونډی هېواد افغانانو ته دومره ویزې نه ورکوي. موږ د افغانانو لپاره د ویزې په ورکولو کې ازاد چلند لرو، خو که فساد موجود وي، هغه د سفارت له انګړ نه بهر دی."

د پاکستان سفارت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې په تېرو نهو میاشتو کې یې ۴۵۰ زره زره افغانانو ته ویزې ورکړي دي.

پاکستان ته هره ورځ په زرګونو افغانان د درملنې، سوداګرۍ او د خپلو خپلوانو لیدو لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG