د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ مارچ قافلې نن ماښام ملتان ته رسېږي


 ازادۍ مارچ د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په ۲۷م اکتوبر له کراچۍ پیل شو
ازادۍ مارچ د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په ۲۷م اکتوبر له کراچۍ پیل شو

د اکتوبر پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علما اسلام (ف) له لوري حکومت ضد لاریون د سیند صوبې سکر ته رسېدلی دی.

نوموړي نن دوشنبه یوې غونډې ته په وينا کې تور پورې کړ چې د حکومت اقتصادي پاليسۍ ناکامه شوې ده.

مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د دوی هدف حکومت استعفی ته مجبورول دي.

جميعت علما اسلام ف او اپوزېشن ګوندونه، پیپلز ګوند، مسلیم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند پلویان هم په دې لاريون کې ورسره ملګري دي د وزيراعظم عمران خان د استعفی په ګډون د نویو شفافو انتخاباتو غوښتنه کوي.

د جميعت علمای اسلا ف ګوند ازادۍ مارچ نن په دويمه ورځ د سیند صوبې له سکر ښاره د پنجاب طرف ته روان شوی دی چې د اکتوبر پر۳۱مه به اسلام اباد ته داخليږي او په ياد ښار کې به د حکومت خلاف مظاهره کوي.

نن د اکتوبر پر ۲۸مه په سکر ښار کې جلسې ته خپلې وينا کې مولانا فضل الرحمن پر حکومت تور پورې کړی چې په يوشمېر چېنلونو يې بنديز لګولی چې نه صرف د ازادي مارچ عکسونه او ويډيوګانې بلکې د دوی اواز دې هم خلکو ته نه رسوي. که حکومت ګڼي چې په دې ډول به يې مارچ ناکامه کړي نو ورته ويل غواړم چې په زرګونو شمېر کې ورسره خلک روان دي او چې کله دا قافله اسلام اباد ته ننوځي نو واپس به د وزيراعظم له استعفی سره راووځو.

خو د حکمران ګوند تحريک انصاف غړي بيا وايي په هيڅ صورت به وزيراعظم عمران خان له خپلې عهدې استعفی ونکړي او نه يې په رسنيو داسې څه بنديزونه لګولي چې ازادي مارچ دې په ټي وي چېنلونو نه ښيي.

په سکر کې لاریونوالو ته د مولانا فضل الرحمن وينا وه نن د ملک ټول سياسي ګوندونه، مختلف تنظيمونه که هغه د کسانانو دي که د تاجرانو، مزدورانو، وکيلانو او يا که د خبريالانو دي ټول د موجوده حکومت له کارکردګۍ خوشاله نه دي ځکه چې دوی ملکي معيشت له تباهۍ سره مخامخ کړی دی نو د پاکستان ولس ته دا ويل غواړم چې د حکومت پرضد دې سړکونو ته راووځۍ.

د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اتوار په ورځ د کراچۍ سهراب ګوټ نه د حکومت خلاف د ازادي مارچ پرانسته وکړه او د سند حیدر اباد، نواب شاه، نوشهره فېروز او له خیرپوره تر تېرېدو وروسته بېګا ماسخوتن ناوخته سکر ته رسېدلی وو.

په ازادي مارچ کې د جميعت علمای اسلام مشرولۍ او کارکنانو علاوه د پاکستان پيپلز ګوند او د ځينې نورو ګوندونو مقامي مشران او کارکنان هم شريک دي.

بلخوا د بلوچستان کوټې ښار نه هم په ازادي مارچ کې ګډون لپاره پرون د اتوار په ورځ يوه قافله د صوبای امير مولانا عبد الواسع په مشرۍ کې راروانه ده کومه چې به نن ماسخوتن په ملتان کې د مولانا فضل الرحمن له لویې قافلې سره يوځای کېږي.

د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف پارليماني استازی او د حکومتي مذاکراتي کمېټۍ غړي اسد عمر وايي اپوزيشن ګوندونو ورسره لوظنامه کړې ده چې مارچ به يې پرامنه او د قانون په دايره کې دننه وي.

د اکتوبر پر۲۷ مه د پاکستان يوه شخصي ټېليويژن سره په خبرو کې د نوموړي وينا وه اپوزيشن د دوباره انتخابات کولو اود وزيراعظم د استعفې غوښتنه کوي نوبالکل دې کوي او راتلونکي څلور کالو پورې دې دا غوښتنې کوي خو په دواړو کې يو هم منل ممکن نه دي د خپلې غوښتنې عملي کولو لپاره دوی قانون نشي ماتولی ځکه چې دا يې له موږ سره لوظنامه کړې ده او نه به دوی رېډ زون ته د داخلېدو کوښښ کوي.

د اپوزېشن رهبرکمېټۍ چیېرمېن اکرم خان دراني د اکتوبر پر ۲۶مه په خپل يوه بیان کې ويلي چې کمېټۍ فیصله کړې چې د اسلام اباد رېډ زون ته به نه داخلېږي او په سېکټر اېچ ناين کې د اتوار بازارسره نزدې په کهلاومېدان کې به پرامنه جلسه کوي. دې لړکې د اسلام اباد انتظاميې او ازادي مارچ د منتظمينو ترمينځه يوه لوظنامه هم شويده چې پرې د اسلام اباد مرستيال کمشنرمحمد حمزه شفقات او د جميعت علمای اسلام د اسلام اباد جنرل سېکرېټري مفتي عبد الله دستخطې موجود دي.

عمران خان نن د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه يوځل بيا پر اپوزېشن تور پورې کړ چې د ده په وينا د خپلو غلاګانو پټولو لپاره سره رايوځای شوي دي. نوموړي دا خبره په ننکانه صاحب کې د ګورونانک پوهنتون د بسنټ اېښودو دستورې ته وکړه.

XS
SM
MD
LG