د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د افغان او پاکستاني ځواکونو له ډزو درې ښځې وژل شوې


د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې نېږدې درې ښځې وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي نښته د اکتوبر پر ۲۷ مه د شپې مهال پیل شوه چې تر سهاره يې دوام وکړ.

د کونړ ولايتي شورا غړی شير زمين خان وايي، نښته هغه وخت وشوه کله چې پاکستان د افغانستان له نادي ولسوالی سره د تاسیساتو جوړولو هڅه وکړه.

پاکستان په سمدستي توګه څه نه دي ويلي.

پاکستان په ۲۰۱۷ م کال کې ويلي وو چې د امنيت په خاطر د افغانستان سره پر پوله ديوال وهي. افغانستان دا ګام غندلی وو خو پاکستان ديوال وهلو ته دوام ورکړ چې له کبله يې پر پوله څو ځله نښتې رامنځ ته شوې دي

په کونړ کې د ازادي راډیو خبریال ته د دې ولایت د امنیه قوماندان مرستیال حاجي محمدیوسف وویل، د یکشنبې په مازیګر پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ناړۍ ولسوالي د سمندر د سیمې سرحدي پوسته ونیسي خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای افغان ځواکونو او همداراز د سیمې اوسېدونکو په ګډه د پاکستاني ځواکونو حمله په شا وتمبوله.

حاجې يوسف د تلفاتو په اړه څه ونه ویل خو د سيمې يوه اوسيدونکې سيدرحمان ازادي راديو ته وويل چې پاکستاني پوځ د عامو خلکو پر کورونو ډزې کوي چې تراوسه پکې يوه ميرمن وژل شوې او دوه تنه ټپيان دي.

وروستي راپورونه وايي چې د پاکستاني ملېشو د هاوان په ګولیو ۳ ښځې وژل شوي او ۳ نارینه ټپیان شوي دي.

تراوسه پاکستان د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا څرګنده نه ده چې د ډیورند پورې خوا ته چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

د کونړ اوسېدونکي او چارواکي له تېرو څو کلونو راهیسې شکایت کوي چې پاکستاني پوځیان د دې ولایت پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي او ګڼ نور مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

که څه هم پاکستان د تازه پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي خو پخوا یې په کونړ ولایت کې د خلکو پر کورونو ډزې رد کړي او ویلي چې پر هغو پاکستاني طالبانو ډ‌زې کوي چې د افغانستان له خاورې وراوړي.

XS
SM
MD
LG