د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له وزیر اعظم عمران خان سره لیدلي


زلمي خلیلزاد او عمران خان په نیویارک کې. ۲۰۱۹، ۲۲ سېپټېمبر
زلمي خلیلزاد او عمران خان په نیویارک کې. ۲۰۱۹، ۲۲ سېپټېمبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

بیګا د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي، پر دې مهال عمران خان یو وار بیا تکرار کړه چې هېواد یې د افغانستان سولې او پخلاینې د عمل ملاتړ کوي.

زلمي خلیلزاد د اکتوبر په ۲۷ مه په یوه نااعلان شوي سفر په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي وو.​

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیدنې په حال کې. ۲۰۱۹، ۲۷م اکتوبر
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیدنې په حال کې. ۲۰۱۹، ۲۷م اکتوبر

خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور اکتوبر ۲۱مه په برسلز کې د ناټو له مشر یینز سټولټنبرګ سره له لیدنې پیل کړ.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه نااعلان شوي سفر د اکتوبر په ۲۷ مه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.​

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل د دې لیدنې پخلی وکړ خو د خبرو جزییات ور نه کړل.

خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور تېره دوشنبه (اکتوبر ۲۱مه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره له لیدنې پیل کړ.

هغه په بلجیم کې له اروپایي ټولنې، ناټو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي او وروسته فرانسې او روسیې ته ولاړ.

د اکتوبر پر ۲۵مه مسکو د افغانستان په اړه د څلورو هېوادونو روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو کوربه و. په دغه څلوراړخیزه ناسته کې زلمي خلیلزاد، د چین استازي دنګ ژیانګ، د روسيې استازي ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال برخه لرله.

د دغې ناستې ګډونوالو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی راکم کړي او پرېږدي چې مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

د غونډې برخوالو د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا درنښت ته په کتو پر هغو لارو چارو وغږېدل چې د افغان ولس له غوښتنو سره سم هلته د یوې تلپاتې سولې لپاره مرسته وکړي.

د غونډې ګډونوالو په پای کې ځینې نکتې په ګوته کړې:

د یوې تلپاتې سولې او جګړې ختمولو لپاره دې د افغان ولس پراخه او ریښتونې غوښتنه په پام کې ونیول شي.

د افغانستان اوسني حالت او د هغوی ګډو هڅو ته بیا-کتنه پکار ده چې له مخې یې له سیاسي او ډیپلوماټيکي لارو په دغه هېواد کې یو پایداره جوړجاړی رامنځ ته شي.

دا هم منل پکاره ده چې پایښتلرونکې سوله بې له سیاسي خبرو اترو نشي ترلاسه کېدلای.

روسیې، چین او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ بې له ځنډه د خبرو اترو بیا پیلېدو او یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپل ملاتړ وښود چې له مخې یې بین الافغاني خبرو اترو ته لار هواره شي.

د غونډې برخوالو د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره، له حکومتي مشرانو او د نورو په ګډون له طالبانو سره د کار ژمنتیا وښودله چې د ټول افغان ولس د ګټې په خاطر یو هراړخیزه او پایداره امن تړون رامنځ ته کړي چې جګړه پای ته ورسوي او له هغې څخه سیمه ییز او نړیوال امنیت برخمن شي.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې پر ټولو غاړو ټینګار شوي چې د خبرو اترو لپاره د یوه وړ چاپېریال جوړولو په خاطر دې سمدستي تاوتریخوالی راکم کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د بین الافغاني خبرو اترو پرمهال دې ټولې ښکېلې خواوې اوربند وکړي چې له مخې یې برخوال د افغانستان راتلونکې سیاسي لارنقشې ټاکلو جوګه شي.

اعلامیه کې پر افغان حکومت او طالبانو ږغ شوی چې د بین الافغاني خبرواترو پرمهال دې لوی شمېر بندیان ازاد کړي.په راتلونکې امن موافقه کې دې، د ښځو، سړیو، ماشومانو او لږکیانو په ګډون د ټولو افغانانو خوندي کړل شي.

په اعلامیه کې د افغان حکومت او طالبانو په ګډون پر ټولو افغانانو ږغ شوی، خپله خاوره به د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو کارولو ته نه پرېږدي چې له کبله یې د یوه بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د مخدره موادو پر نابودلو هم ټینګار شوی.

XS
SM
MD
LG