د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ حمد الله وايي، د چمن اوسیدونکی او پاکستانی دی


پراګ ـ د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند یو مشر، د بلوچستان پخوانی وزیر او پخوانی سېنېټر حافظ حمدالله وايي، د پاکستان د شناختي کارتونو ادارې [نادرا] یې شناختي کارت د هغه هیواد د استخباراتي ادارې [آی اېس آی] په غوښتنه بلاک کړی دی.

د اکتوبر پر ۲۶مه نادرا په یو بیان کې وویل چې د حافظ حمدالله شهریت یې ختم کړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د اکتوبر پر ۲۷مه د نادرا ادارې د یو چارواکي په حواله لیکلي: دا تایید شوې ده چې حافظ حمدالله افغان دی او د فراډ یا ناسمو لارو څخه په ګټې اخېستو یې پاکستانی شهریت ترلاسه کړی دی.

خو حافظ حمدالله مشال راډیو ته د دغو تور په ځواب کې وویل چې هغه د چمن اوسېدونکی دی.

"زه د چمن اوسېدونکی یم، د چمن د ښار خلکو زما پلار هم پېژندو او ما هم پېژني. زما پیدایش په چمن ښار کې شوی دی. زه به هغه محله هم دروښایم، هغه محله حاجي حسن، قندهاري بازار ده. زه دغلته په ۱۹۶۸ کال کې پیدا شوی یم."

راپورونه وايي، د پاکستان د برېښنايي رسنیو د څار ادارې پیمرا رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته دې حافظ حمدالله خپلو پروګرامونو ته نه غواړي.

حافظ حمدالله وايي، د خپل ګوند او وکیلانو سره په مشوره به د نادرا د پرېکړې ضد کوم ګام پورته کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG