د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمیعت علمای اسلام: مفتي کفایت الله له اسلام اباده ګرفتار


مفتي کفایت الله د جمیعت علمای اسلام له مخکښو مشرانو یو دی
مفتي کفایت الله د جمیعت علمای اسلام له مخکښو مشرانو یو دی

اسلام اباد - جمیعت علمای اسلام (ف) وايي، د ګوند یو مخکښ مشر یې له اسلام اباده نیول شوی دی.

د جمیعت یوه ویاند جلیل جان د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا پولیسو مفتي کفایت الله د اتوار (یکشنبې) پر سهار وختي د اسلام اباد له اي یولس (۱۱) سیمې څخه نیولی دی.

د ده په خبره، مفتي "د عامه امن برقرار" ساتلو له دفعې سره سم تر ګرفتارۍ وروسته د هریپور زندان ته لېږدول شوی.

خو د اسلام اباد پولیسو یوه مشر وقار الدین سید رسنیو ته په بیان کې ویلي چې مفتي کفایت الله یې نه دی نیولی.

دی زیاتوي چې د اسلام اباد پولیسو د نوموړي د نیولو لپاره هېڅ چاپه نه ده وهلې.

مفتي کفایت الله په وروستیو کې له یو شمېر رسنیو سره په مرکو کې د پاکستان پر پوځ نیوکې کړې وې.

د نوموړي د ګرفتارۍ خبر پر داسې مهال خپور شوی چې د جمیعت په مشرۍ د اپوزیشن یو شمېر ګوندونو د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو څخه حکومت ضد لاریون پیل کړی.

اپوزیشن ګوندونه وايي، د لاریون ګډونوال د اکتوبر پر ۳۱مه په اسلام اباد ته رسي.

XS
SM
MD
LG