د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان خپل مړي په ولسي وګړو کې شماري: اسدالله خالد


د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد.
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد.

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي، وسله وال طالبان خپل مړي د ولسي تلفاتو په ګڼه کې اچوي چې له دې کبله د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ولسي تلفاتو د زیاتېدو خبره شوې ده.

اسدالله خالد دا خبرې د اکټوبر پر ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې کړي دي.

هغه د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.

خالد د یوې پوښتنې په ځواب کې دا منلې چې په ځینو مواردو کې ولسي تلفات پېښ شوي، خو ټینګار یې کړی چې د ولسي وګړو د مصونیت لپاره ټول اصول په پام کې نیول کېږي.

اسدالله خالد وایي: "دا په دې معنی نه ده چې دا کارونه کافي دي، بیا یادونه کوم، موږ تر عملیاتو مخکې او د عملیاتو تر پایه دې ته متوجې یوو چې ولسي وګړي ونه وژل شي."

د اکټوبر پر۱۷مه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما د افغانستان په جګړه کې د ولسي تلفاتو د بې ساري لوړېدو خبر ورکړ.

یوناما وویل، د روان کال په درېیو میاشتو جولای، اګست او سپټمبر کې ۴۳۱۳ ولسي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

یوناما وویل چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ولسي تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فرېزرد رپوټ له خپرولو سره سم، له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې وویل چې د دې کال په وروستیو نهو میاشتو کې تر ۸۰۰۰ زیات ولسي وګړي شوي او زخمیان شوي دي.

هغې وویل چې په دې کې ۴۱ فیصده ماشومان او ښځې وې، د ولسي تلفاتو اساسي دلیل ځانمرګي بریدونه او نورې چاودنې وې، دوهم لوی دلیل یې ځمکني عملیات او هوايي حملې وې.

دې ته په اشاره، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي مشر سکاټ مېلر د اکتوبر پر ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د یوناما د رپوټ له ځینو برخو سره موافق نه دی، خو ویې منله چې پر ولسي تلفاتو سترګې نه شي پټولای.

سکاټ مېلر زیاته کړه: "ما او زما ځواکونو ته دقیق پوځي عملیات مهم دي، کله چې ملکي خلکو ته تاوان ورسېږي، موږ يې په بيړه ثبتوو او رپوټ ورکوو او له امله یې معذرت غواړو او خپل مسولیت منو، خو دا زموږ نیت نه دی چې ملکي خلک خوږ کړو."

کاټ مېلر وویل، په رښتیني ډول په افغانستان کې د ولسي تلفاتو د کمولو یوازنۍ لار دا ده چې تشدد پای ته ورسېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي تدامیچي یاماموتو د اکټوبر په ۱۷مه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د رپوټ په اړه په یوه بیان کې ورته خبره کړې وه.

یاماموتو ویلي وو چې د افغانستان جګړه د سولې خبرو پر اهمیت ټینګار کوي، داسې خبرې چې پر اساس یې اوربند او د بحران د دایمي حل لپاره سیاسي جوړجاړی وشي.

XS
SM
MD
LG