د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضیا لانګو: د بلوچستان پوهنتون پټو ویډیو جوړونکو ته به سزا ورکوو


ضیالله لانګو
ضیالله لانګو

پراګ - د بلوچستان حکومت وايي ، په بلوچستان پوهنتون کې د پټو کېمرو په وسیله د جوړو شویو ویډیوګانو مسلې ته یې تر هر څه لومړیتوب ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل هر څوک چې په پلټنو کې په ګوته شو ، هغوی به نه بخښي.

ده وویل ، "یو غلط کار شوی دی او موږ به یې مخه نیسو. داسې ظالم خلک په هیڅ صورت نشو بخښلای ، ایف آی اې د اکتوبر تر ۲۹مې خپل رپورټ وړاندې کوي ، چې ښکېلو کسانو ته سزا ورکړو نو د ولس اعتماد به بحال شي او موږ نور هر څه شا ته کړي او دې مسلې ته مو لومړیتوب ورکړی دی".

د پاکستان د تحقیاتو وفاقي اداره – ایف آی اې – د دې مسلې په اړه پلټنې کوي او د اکتوبر تر ۲۹مې به د بلوچستان های کورټ ته خپل رپورټ وړاندې کوي.

په عین حال کې د بلوچستان اسمبلۍ هم یوه داسې کمېټۍ ورته جوړه کړې ده چې د حکومت او اپوزېشن دواړه غاړو کسان پکې شامل دي.

د یادې کمېټۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ نصرالله زېری وايي ، د دې پېښې به د میندو او پلرونو او په خاصه توګه د نجونو پر ذهونو اغېز وي خو د ده په وینا ، ښکېل کسان به له سزا نه پاته کېږي.

نصرالله زېري وویل ، "د دې لپاره ټولو ګوندونو او د صوبې های کورټ دا مقدمه روانه کړې ده او تر پایه به یې رسوي او هر چا چې دا کار کړی دی هغوی ته به سزا ورکوي".

د بلوچستان د تعلیمي چارو پوه نظر بړېڅی وايي ، بلوچستان وار له مخه په ځانګړې توګه د نجونو په تعلیم په کې وروسته دی نو داسې پېښې به ډېر فکر تاوان ورسوي.

ده وویل ، "دا د پښتون بلوڅ صوبې پر تعلیم برید دی او په خاصه توګه د نجونو پر تعلیم برید دی. په دې صوبه کې پخوا هم د ښځو د تعلیم پرضد فتواوې ورکړل شوې وې. دا هغه قوتونه دي چې دلته تعلیم نه غواړي".

د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزي د دې پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته د یاد پوهنتون د وایس چانسلر جاوید اقبال دنده د پلټنو تر مکملېدو وځنډوله.

جاوید اقبال ویلي وو چې د داسې ویډیوګانو خبرونه یوازې تورونه دي او هدف یې د ده په وینا د پوهنتون بدنامول دي.

XS
SM
MD
LG