د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له تلپاتې سولې سره مرسته کوو: مسکو غونډه


په کندوز کې د جګړې سنګر. ۲۰۱۶ز کال
په کندوز کې د جګړې سنګر. ۲۰۱۶ز کال

د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د روسیې، چین، او د امریکا متحده ایالاتو ځانګړیو استازیو په مسکو کې د افغان سولې بهیر څلورمه غونډه وکړه. د دې ترڅنګ روسیې، چین، امریکا او پاکستان هم د څلور اړخیزې ډلې دوهمه ناسته وکړه.

د غونډې برخوال د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا درنښت ته په کتو پر هغو لارو چارو وغږېدل چې د افغان ولس له غوښتنو سره سم هلته د یوې تلپاتې سولې لپاره مرسته وکړي.

د غونډې ګډونوالو په پای کې ځینې نکتې په ګوته کړې:

د یوې تلپاتې سولې او جګړې ختمولو لپاره دې د افغان ولس پراخه او ریښتونې غوښتنه په پام کې ونیول شي.

د افغانستان اوسني حالت او د هغوی ګډو هڅو ته بیا-کتنه پکار ده چې له مخې یې له سیاسي او ډیپلوماټيکي لارو په دغه هېواد کې یو پایداره جوړجاړی رامنځ ته شي.

دا هم منل پکاره ده چې پایښتلرونکې سوله بې له سیاسي خبرو اترو نشي ترلاسه کېدلای.

روسیې، چین او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ بې له ځنډه د خبرو اترو بیا پیلېدو او یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپل ملاتړ وښود چې له مخې یې بین الافغاني خبرو اترو ته لار هواره شي.

د غونډې برخوالو د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره، له حکومتي مشرانو او د نورو په ګډون له طالبانو سره د کار ژمنتیا وښودله چې د ټول افغان ولس د ګټې په خاطر یو هراړخیزه او پایداره امن تړون رامنځ ته کړي چې جګړه پای ته ورسوي او له هغې څخه سیمه ییز او نړیوال امنیت برخمن شي.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې پر ټولو غاړو ټینګار شوي چې د خبرو اترو لپاره د یوه وړ چاپېریال جوړولو په خاطر دې سمدستي تاوتریخوالی راکم کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د بین الافغاني خبرو اترو پرمهال دې ټولې ښکېلې خواوې اوربند وکړي چې له مخې یې برخوال د افغانستان راتلونکې سیاسي لارنقشې ټاکلو جوګه شي.

اعلامیه کې پر افغان حکومت او طالبانو ږغ شوی چې د بین الافغاني خبرواترو پرمهال دې لوی شمېر بندیان ازاد کړي.په راتلونکې امن موافقه کې دې، د ښځو، سړیو، ماشومانو او لږکیانو په ګډون د ټولو افغانانو خوندي کړل شي.

په اعلامیه کې د افغان حکومت او طالبانو په ګډون پر ټولو افغانانو ږغ شوی، خپله خاوره به د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو کارولو ته نه پرېږدي چې له کبله یې د یوه بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د مخدره موادو پر نابودلو هم ټینګار شوی.

XS
SM
MD
LG