د لاسرسي ځای

تازه خبر

چودري شوګر ملز قضيه کې د نواز شريف ضمانت وشو


نواز شریف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې پر مهال. ۲۰۱۸، ۱۲ سېپټېمبر
نواز شریف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې پر مهال. ۲۰۱۸، ۱۲ سېپټېمبر

نن د اکتوبر پر ۲۵مه لاهور های کورټ په چودري شوګر ملز قضيه کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف په طبي بنيادونو د ضمانت درخواست منظور کړو.

د نوموړي کشر ورور شهباز شريف تيره ورځ په لاهور های کورټ کې درخواست جمع کړې و چې نواز شريف ډير سخت ناروغه دی نو نوموړی دې په ضمانت خوشې کړل شي چې د هېواد دننه يا بهر د خپلې خوښې علاج وکړي.

دلاهور های کورټ ۲ کسيزه بنچ د ډاکټرانو راپور او د نواز شريف د وکيل دلايل اورېدو وروستو نوموړې په ضمانت د خوشې کولو امر وکړو.

د ضمانت منظوريدو وروستو د نواز شريف زغرده پرېښودنه ممکنه نه ده ځکه چې نوموړی په العزيزيه سټيل مل قضيه کې هم د اووه کالو لپاره سزا شوی دی خو شهباز شريف د زيارت په ورځ په ياده قضيه کې د ضمانت لپاره په اسلام اباد های کورټ کې هم يو درخواست جمع کړی او نن د اکتوبر په ۲۵مه های کورټ پرې اورېدنه وکړه او د ډاکټرانو راپور او د وکيلانو دلايل اورېدو وروستو عدالت د کېس اوريدنه د اکتوبر تر ۲۹مې نېټې وځنډوله.

وزيراعظم عمران خان چې د اکتوبر پر۲۴مه نېټه ويلي و که د نواز شريف علاج په پاکستان کې ممکن نه وي او عدالت ورته بهر ملک د تللو اجازه ورکړي نو په فیصله به يې عمل کوي.

د دې ترڅنګ نن د جمعې په ورځ د نواز شريف د مېډيکل بورډ يو ډاکټر طاهر شمسي رسنيو ته وويل ښه خبر دا دی چې نوازشريف ته کېنسر نه دی بلکې د ناروغۍ درملنه یې کېدای شي. د ده په خبره په راتلونکيو لس، دولس ورځو کې به يې پلېټلېټس بیرته خپل ځای ته راشي.

نوموړی وايي، د نواز شريف ناروغۍ پته لګېدلې چې اېکیوټ ای ټي پي ده. د ده په وینا دا ناروغي تر ډېره ماشومانو ته کېږي خو لويو ته هم کېږي بله دا چې دا کېنسر نه دی او درېمه دا چې درملنه یې کېدای شي.

د مسلم ليګ ن مرستيال سېکرېټري جنرل عطاءالله تارڼ د اکتوبر پر۲۴مه په خپل يوه بيان کې ويلي وو چې د نوازشريف په وينه کې د پلېټلېټس مقدار يو وارې بيا ترخطرناک حده ېانې ۶ زره ته راټيټ شوی دی او د نوموړي مېډيکل راپور او رنځ په هکله يې تفصيلات غېر ملکي ډاکټرانو او طبي ماهرينو سره هم شريک کړي دي.

نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱ مه د صحت خرابيدو له کبله د احتساب قامي ادارې (نېب) دفتر نه د لاهور سروسز هسپتال ته د علاج لپاره منتقل کړل شوی دی.

د نوموړي شخصي ډاکټر او د مسلم ليګ ن مشران تور پورې کړی چې حکومت يې روغتيايي حالت ته سم پام نه کوي. خو د پنجاب د صحت وزيرې ډاکټر ېاسمين راشد نن د جمعې په ورځ په لاهور کې رسنيو ته وويل نواز شريف ته نه صرف د صحت ټول سهوليات ورکول کيږي بلکې د نوموړي ټول راپورونه د هغوی شخصي ډاکټر عدنان ملک سره هم شريکوي.

XS
SM
MD
LG