د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۸تنه داعشیان له خپلو کورنيو سره دولت ته تسلیم شوي


د ننګرهار والي د داعش وسله والو په باب رسنیو ته حال ورکوي: ۲۰۱۹، ۲۴ اکتوبر
د ننګرهار والي د داعش وسله والو په باب رسنیو ته حال ورکوي: ۲۰۱۹، ۲۴ اکتوبر

د ننګرهار چارواکي وايي چې اتلس تنه داعش وال سله وال له خپلو کورنیو سره د ملي امنیت ریاست ته تسلیم شوي چې اتلس تنه ښځې او پينځه ديرش ماشومان هم په کې شامل دي.

د اکتوبر په څلرويشتمه نېټه د ننګرهار چارواکو په ملي امنيت ریاست کې هغه داعش وسله وال رسنیو ته وښودل چې د خپلو کورنیو سره د ملي امنيت ریاست ته تسليم شول ول.

په دې موقع د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسینو ته وویل، په تسليم شويو داعش وسله والو کې څو تنه او د هغوی مېرمنې له بهرنيو هېوادونو پورې تعلق لري: ''څلرویشت تنه چې په دې کې اتلس کسه د داعش غړي دي او شيږ يې طالبان دي، د ملي امنیت ریاست ته تسليم شوي دي. ږسلې يې له ځانه سره راوړي دي او دوی سره کورنۍ هم دي. اتلس ښځې په کې دي چې په دې کې درې ښځې بهرنۍ دي او درې کسه داعشیان د اردن دي، دوی سره پينځه دېرش ماشومان هم ورسره دي.''

ننګرهار کې داعش وسله وال د تسلمېدو په حال کې. ۲۰۱۹و ۲۴ اکتوبر
ننګرهار کې داعش وسله وال د تسلمېدو په حال کې. ۲۰۱۹و ۲۴ اکتوبر

د ننګرهار د ملي امنيت ریيس نظرعلي واحدي وويل، د افغان ملي امنيتي ځواکونو پرلپسې عملیاتو او شدیدو ګوزارونو داعش وسله وال مجبور کړل چې له سيمې وتښتي او یا هم دولت ته تسليم شي. ''زموږ عملیات او هوايي ضربې د دې باعث شوي چې د پچيروګام ځینې علاقې، د سليمان خېلو تنکی، د وزیرو تنکی، باغدره، مامند، باندر، دا ټولې سيمې دوی پرېښودې. دوی په یو ډول د تېښتې په حال کې دي. او ډېر واړه ګروپونه دي. دوی هم سبا به نور هم او په ځو ورځې کې ټول دولت ته تسليم شي. یانې خارجیانو تسليمېدل، دا ساده خبره نه ده. دا دا مانا لري، چې داعش ته نور په ننګرهار کې د پای ټکی اېښودل شوی دی.''

په تسليم شوي وسله وال خوښ ول چې له مخالفته يې لاس واخيست او له دولت سره يو ځای شول، دوه تنو يې رسنيو ته وویل: ''ورځ په ورځ کې موږ لیدل، عوام، ځايي خلک چې راکوزېدل، کورونه يې ترې تول ونیول، ځمکې يې تر قبضه کړې، مالونه يې ترې ونیول او څوک به چې له کلي ووتل، چور به يې پرې ورګډ کړو، ویل به يې دا مال غنیمت دی. بیا به يې پرې له هغې وروسته د کفر فتوی ولګولې.''

''زموږ له خپلې ساحې نه چې څوک بهر وو، که هغه عوام او که هر څوک وو، ما هر چا ته مرتد ویلې، حتی خپل پلار او ورور ته مې هم مرتد ویلې. سوچ مو وکړ چې یره دا خو په موږ باندې خپل پلار ولي، خپل ورور راباندې ولي، خپل کیوال او خپلوان راباندې ولي. نو موږ ویلی چې د دې نه دا ښه دی چې خپلو افغانانو ته ولاړ شوو.''

د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د هسکې مېنې د اوغوز په سيمه او د اچين ولسوالۍ د مامند او پېښې سيمو په يوه يوه برخه کې داعش وسله وال لا هم شته، خو زیاتوي چې د ولسمشر د حکم په اساس دوی ژمن دي چې یادې سيمې هم له داعش وسله والو څخه ډېر ژر پاکې کړي.

ننګرهار کې ۱۸ داعش وسله وال افغان عسکرو ته تسلیم شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

XS
SM
MD
LG