د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو د خيبرپښتونخوا د صوابۍ له يوه نوميالي ولسي سندرغاړي ملا عبدالوهاب سره د هغه پر ژوند او هنر خبرې کړې دي.
د نوموړي ټپې، چاربېتې او بدلې په ولس کې زياتې مشهورې شوې دي.
عبدالوهاب وايي، د راډيو او ټېلېوېژن پروګرامونو ترڅنګ د پښتنو په حجرو کې يې ټوله ټوله شپه هغوی ته سندرې ويلې دي.
دی البته له حکومته ګيله من دی چې د خدمت قدر يې نه دی کړی.
د ملا عبدالوهاب دا خبرې او ټپې او بدلې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:40:51
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.