د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک د کاروباري اسانتیاو په لړ کې پاکستان وستایلی


یوه صراف د ډالرو او پاکستانۍ کالدارو د اړولو پرمهال
تصویر له ارشیفه
یوه صراف د ډالرو او پاکستانۍ کالدارو د اړولو پرمهال تصویر له ارشیفه

نړیوال بانک په خپل تازه رپورټ کې د کاروباري اسانتیاو په لړ کې د زیات کار کولو لپاره پاکستان د نړۍ په ۱۰ غوره هېوادونو کې شامل کړی.

نړیوال بانک په چارشنبه په یوه رپورټ کې ویلي چې پاکستان د دې بانک د څار له ۱۰ څخه په پېنځو برخو کې پرمختګ کړی دی.

د نړیوال بانک د کاروباري چارو په اړه د ۲۰۲۰ز رپورټ هغه هېواد د کاروبار پیلولو، د تعمیراتي چارو د اجازتنامو، د برېښنا ترلاسه کولو، مالیو ورکولو او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د اسانتیا پیدا کولو په برخه کې ستایلی دی.

په دې توګه پاکستان تېر کال د ۱۹۰ هېوادونو په لېسټ کې ۲۸ مقامه لوړ شوی او اوسمهال د کاروبار لپاره پر ۱۰۸م نمبر دی.

رپورټ زیاتوي چې تاجکستان، چین، هند، سعودي عرب، اردن، ټوګو، بحرین، کویت او نایجیریا هغه نور نهه هېوادونه دي چې د کاروباري چارو لپاره یې د اسانتیاو په برابرولو سره پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG