د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد شاه بابا تر امریکا ۲۹ کاله مخکې ریاست جوړ کړ: ایاز مندوخېل


ایاز مندوخېل سېمینار ته د وینا پر مهال
ایاز مندوخېل سېمینار ته د وینا پر مهال

واشنګټن ــــ په پېښور کې د پخواني افغان باچا احمد شاه ابدالي د ۲۴۷م تلین په تړاو غونډې په خپلو پرېکړه لیکونو/قراردادونو کې له حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې "د احمد شاه بابا د زېږون او تلین ورځې ولمانځل شي او د ملک په ټولو دولتي ودانیو، قلعو او لرغونتونونو کې دې یې عکس ولګول شي."

د سېمینار برخوال، کیڼ اړخ ته ایاز مندوخېل، لطیف اپرېدی، میا افتخار حسین او افتخار درانی
د سېمینار برخوال، کیڼ اړخ ته ایاز مندوخېل، لطیف اپرېدی، میا افتخار حسین او افتخار درانی

دا سېمینار د پښتو ژبې، ادب، هنر او کلتور لپاره کارکوونکې ټولنې "پوهه فاونډېشن" جوړ کړی وو، چې د لیکوالو او شاعرانو په ګډون پښتنو سیاستوالو، د مدني ټولنې غړیو او د پوهنتون ګڼو زده کوونکو پکې ګډون کړی وو.

د "پوهه فاونډېشن" بنسټښود لیکوال او څېړونکي ایاز مندوخېل پخپله وینا کې وویل، احمد شاه بابا هم شاعر وو، هم جرنېل وو، هم ښه مسلمان وو او هم ښه منصف باچا وو. ښاغلي ایاز وویل احمد شاه بابا 272 کاله مخکې په افغانستان کې جمهوري نظام جوړ کړی وو:

"په ۱۷۴۷ز کال کې امریکا، چین او هند په ریاستي کچه د اوس غوندې جوړ نه ول، احمد شاه بابا تر امریکا ۲۹ کاله مخکې ریاست جوړ کړی او د هغې زمانې په اصطلاح د خړ جمهوریت یعنې د جرګې له لارې باچا شوی دی."

ایاز مندوخېل د احمد شاه ابدالي په اړه د تاریخ هغه ټولې دعوې رد کړې او جعلي یې وبللې چې احمد شاه ابدالي ته پکې یرغلګر او ظالم ویل شوي دي. نوموړي وویل د پاکستان په تعلیمي نصاب کې د احمد شاه بابا لږ ذکر شته خو وایي هغه یې هم په مسخ شوې او ناسمه بڼه دی:

"په تاریخ کې موږ ته داسې ښودل کېږي چې احمد شاه ابدالي پر کندهار قبضه وکړه، پر پېښور یې قبضه وکړه، پېښور خو د ده خپل وطن دی نو قبضه ولې ده ازاد کړی یې دی، موږ ته خپل ټول تاریخ داسې را ښودل شوی دی."

شاعر او سیاستوال د عوامي ورکرز ګوند یوه مشر وکیل شهاب خټک سېمینار ته په وینا کې وویل، احمد شاه بابا د یو عام عسکر په حیث خپل ژوند پیل کړ خو بیا یې په خپل جرات، زړورتیا، ذهانت او کردار داسې مقام ته ځان ورساوه چې اوس پښتانه پرې ویاړي:

"پښتانه له تېرو دواویا کلونو له یو ثقافتي یرغل او ترهګرۍ سره مخامخ دي، یو شعوري کوښښ شوی او روان دی چې له پښتنو خپله ژبه، کلتور او تاریخ هېر کړي، موږ په یو داسې بلیک هول [تور کومبړ] کې را ګیر شوي یو چې زموږ شاعران، ادیبان، مبارزین، قهرمانان، باچاهان، تاریخ او کلتور پکې ورکېږي."

پښتون ملتپال سیاستوال او وکیل لطیف اپرېدي پخپله وینا کې وویل، احمد شاه بابا چې کوم لوی کار کړی دی هغه دا دی چې یو ملت یې پر خپله خاوره د ریاست او حکومت خاوند کړ چې تر اوسه قایم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د احمد شاه بابا اهمیت په دې نه دی چې هغه یو باچا وو یا هغه ته در دران وویل شول یا یې په پاني پت کې مرهټه ووهل، د هغه اهمیت په دې دی چې هغه د پښتنو هغه خورې ورې قبیلې- چې مشري یې تش تر سرداره پورې وه- را غونډې کړې او د افغانستان په نوم یې ریاست جوړ کړ."

سېمینار ته په خپله لیکلې مقاله کې ډاکټر افتخار دراني وویل، احمد شاه ابدالي یو پوه او د بصارت خاوند رهبر وو، ځکه چې وایي د پښتنو د یووالي لپاره تر ده مخکې څو جرګې را بلل شوې وې خو نتیجه یې ور نه کړه، اخر د پښتنو د مشرۍ واک ده ته و سپارل شو:

"د ده [احمد شاه] په مخ کې درې خبرې وې چې لومړی پښتانه ټول راغونډول وو، دوهمه د ملک دننه حالات قابو کول وو او درېمه خبره له بهرنيو خطرونو حفاظت هم کول وو. د پښتنو په تاریخ کې دوه نومونه د سرو زرو په اوبو د لیکلو وړ دي، په هغوی کې څنګه چې د احمد شاه ابدالي بابا نوم دی له هغه سره د امان الله خان نوم هم راځي."

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین وویل، احمد شاه ابدالي پښتانه پر یوه مرکز را غونډ کړل او د پښتنو د ریاست ډبره یې کښېښووه:

"که نن موږ په دې جدید دور کې پرمختګ غواړو نو له احمدشاه بابا ډېر څه زده کولای شو، زموږ د هر یوه مشر ځان ته خوبۍ دي چې موږ زدکړې ځنې کولای شو، خو په کم عمرۍ کې چې د وفادارۍ، ایماندارۍ، نرتوب، سالارۍ، عاجزۍ او فقیرۍ کومې کومې خوبۍ دي هغه احمد شاه بابا په عمل کې ثابتې کړې وې."

د سېمینار برخوال
د سېمینار برخوال

احمد شاه ابدالي په ۱۷۲۲ز کال کې د ځینو مورخینو په وینا په ملتان کې او د ځینو په وینا په هرات کې زېږېدلی وو او د ۱۷۷۲ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په پینځوس کلنۍ کې مړ شوی چې په کندهار کې ښخ دی. په ۱۷۴۷ز کال کې په پینځویشت کلنۍ کې باچا شوی او پینځویشت کاله یې باچهي کړې وه.

پر احمد شاه بابا باندې په ۱۹۵۲ز کال کې یوه سیک لیکوال او محقق ګنډا سینګ د (احمد شاه ابدالي) په نامه کتاب لیکلی او په وروستیو کې قاضي حنیف الله حنیف یې په اړه (د احمد شاه ابدالي ژوند او فن) تر سرلیک لاندې په پېښور پوهنتون کې د اېم فل ډګري څېړنه کړې چې کتاب یې په ۲۰۰۹ز کال کې د پېښور پښتو اکاډمۍ چاپ کړی دی.

راپور: بارکوال میاخېل، د ډیوې راډیو خبریال

XS
SM
MD
LG