د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د نواز شریف درملنې ته سم پام وکړي: مسلم لیګ ن


د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) د مشر میا نواز شریف د وینې د یو ډول خلیو (ژونکو) پلېټلېټس شمېر بیا کم شوی دی. نوموړی د اکتوبر پر ۲۱مه تر ناروغه کېدو وروسته د احتساب ادارې له زندانه روغتون ته یوړل شو.

د شریف شخصي ډاکتر او د مسلم لیګ (ن) مشرانو تور پورې کړی چې حکومت یې روغتیايي حالت ته سم پام نه کوي خو د پنجاب روغتیايي چارو وزیرې ډاکترې یاسمین راشد په چارشنبه په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې د شریف په وینه کې د پلېټلېټس حجرو/ژونکو شمېر پوره کولو لپاره یې بیا وینه ورته لګولې ده. نوموړې د لاهور په سروېسېز روغتون کې له شریف سره تر لیدو وروسته وویل چې روغتیايي وضع یې ښه ده.

د پاکستاني رسنيو ترمخه د پنجاب صحت وزيرې ډاکټر ېاسمين راشد د وزيراعظم عمران خان په وينا له نواز شريف سره وليدل. د ډاکټر ېاسمين راشد وينا وه نوازشريف نه صرف د خپل علاج نه مطمين دې بلکه ډاکټرانو تعريف يې هم وکړ او د مېډيکل بورډ مشر ډاکټر محمود اياز په هکله يې وينا وه چې ډېر خيال يې ساتي. نوازشريف د علاج لپاره ښه انتظامات کړې شوي دي او ضرورت په راپېښېدو نور ډاکټران راغوښتلو لپاره خصوصي الوتکه هم تياره ولاړه ده.

په عین وخت کې مریم نواز بېګا په روغتون کې له خپل پلار نواز شریف سره ولیدل او نن سهار بیرته د لاهور کوټ لکپت زندان ته ولېږدول شوه.

د شریف روغتیايي حالت په کتو یې د درملنې لپاره له کراچۍ د وینې ناروغیو یو وتلی ډاکټر طاهر شمسي په ځانګړي ډول لاهور ته وربلل شوی دی.

ډاکټر طاهر شمسي د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي، پر دې ځان پوهول غواړي چې د نوازشریف په وجود کې پلېټلېټۍ ولې کمیږي؟ د نوموړي وینا وه تر غرمې به د نوازشریف طبي رپورټونه مخې ته راشي نو تر هغه مخکې هېڅ نه شي ویلای.

د پخواني وزیر اعظم نواز شریف کشر ورور او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف د زیارت په ورځ د اسلام اباد های کورټ ته عریضه کړې ده چې د نواز شریف سزا دې په طبي بنیادونو وځنډوي.

په دغه عریضه کې شهباز شریف غوښتنه کړې چې نواز شریف ډېر سخت ناروغه دی، هغه ته دې د هېواد دننه یا بهر د خپلې خوښې د علاج اجازه ورکړل شي او دا یې هم ویلي چې ترڅو د هغه په عریضه پرېکړه نه وي شوي تر هغو باید محکمه نوازشریف په ضمانت خوشې کړي.

نواز شریف دا مهال د غبن په یوه مقدمه کې د اووه کلن بند سزا تېروي خو څو ورځې وړاندې د لاهور په زندان کې یېطبعیت زیات خراب شو چې له هغې وروسته یې د لاهور یوه روغتون ته د علاج لپاره یووړل شو.

د مسلم ليګ ن يو مخکښ احسن اقبال وايي حکومت د نوازشريف د صحت په معامله کې له بې حسۍ او غفلته کار اخيستی دی او نوموړي ته چې په کوټ لکهپت زندان کې کوم طبعي سهوليات ورکړل شوي وو نو هغه ترې حکومت بیرته اخېستی وو.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG