د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د حکومت د نویو ارډېننسونو منظوري غندلې


د وزیراعظم په مشرۍ د کابینې غونډې لنډمهالي قوانین منظور کړي
د وزیراعظم په مشرۍ د کابینې غونډې لنډمهالي قوانین منظور کړي

اسلام اباد - د پاکستان د اپوزیشن دوو لویو ګوندونو د حکومت د نویو لنډمهاله قوانینو د منظورۍ غندنه کړې ده.

د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند دوو مخکښو سیاستوالانو د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره خبرې کولې چې د قانوني چارو وزیر فروغ نسیم او د اطلاعاتو او خپرونو چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې وفاقي کابینې اته نوي لنډمهاله قوانین یا ارډېننسونه منظور کړي دي.

اعوان وویل، په نویو لنډمهاله قوانینو کې د کرتارپور لارې پروژې عملي کولو، د پوځ د انرژۍ اړتیاو پوره کولو لپاره د شمسي برېښنا کارخانې جوړولو او د احتساب قامي ادارې په ارډېننس کې د بدلون هغه شامل دي.

د دې په خبره، د احتساب قامي ادارې په قانون کې له بدلون سره به هغه کسان د درېیمې درجې په زندان کې ساتل کېږي چې د ۵۰ میلیونه روپیو یا تر دې د زیاتې درغلۍ تور ورباندې پورې شوی وي.

موږ ورته په بیا بیا ویلي دي چې تاسې د ایین سرغړونه او مجرمانه غفلت کوئ نو موږ دې ته مه اړ باسئ چې د عدالت دروازه وټکوو.
محسن نواز رانجا

اوسمهال د درغلۍ په تور بندي سیاستوالان د لوړې درجې په زندانونو کې دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) سیاستوال محسن نواز رانجا مشال راډیو ته وویل، د دې ډول اقداماتو موخه د سیاستوالانو ځورونه ده.

ده د ارډېننسونونو د منظورۍ غندنه وکړه او ویې ویل چې د حکومت ضد به د هېواد اعلا عدالتونو ته ورځي ځکه چې دا ډول ګامونه د ایین د سرغړونې معنا لري:

"دې حکومت پارلېماني چارې په ټپه درولي، د پارلېمان ور یې تړلی دی. دې حکومت په لوی لاس په هېواد کې اییني بحران پیدا کړی ځکه چې د ارډېننسونو له لارې چارې پرمخ وړل غواړي. موږ ورته په بیا بیا ویلي دي چې تاسې د ایین سرغړونه او مجرمانه غفلت کوئ نو موږ دې ته مه اړ باسئ چې د عدالت دروازه وټکوو."

د اطلاعاتي چارو سلاکارې فردوس عاشق اعوان او د قانون وزیر فروغ نسیم تور پورې کړ چې د اپوزیشن نه همکارۍ له وجې حکومت د ارډېننسونو منظورولو اقدام ته مجبور شو. د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې په سېنېټ کې د اپوزیشن د نه همکارۍ له وجې اړ شوی چې د لنډمهاله قوانینو له لارې چارې پر مخ یوسي.

"موږ تل دا ویلي چې ډېره اړتیا نه وي نو موږ اصولاً د ارډېننسونو د نافذولو خلاف یو.
فاروق اېچ نایک

خو د پیپلز ګوند سېنېټر فاروق اېچ نایک دا تور رد کړ او ویې ویل چې اوسمهال په پاکستان کې داسې حالات نه دي چې حکومت دې د پارلېمان پر ځای په ارډېننسونو چارې وچلوي:

"موږ تل دا ویلي چې ډېره اړتیا نه وي نو موږ اصولاً د ارډېننسونو د نافذولو خلاف یو. پارلېمان چې غونډه لري نو [حکومت] ته په کار دي چې قانوني مسوده راوړي چې په پارلېمان کې ورباندې بحث وشي. زما په فکر، داسې هېڅ موضوع یا مسله اوس نشته چې دومره سخت ضرورت دې یې وي چې حکومت دې یې په اړه ارډېننس عملي کړي. دوی چې څومره لنډمهالي قوانین نافذوي، که دا یې د پارلېمان له لارې نافذ کړي وای نو هم به د قانون لپاره ښه وای او هم د ولس لپاره ده."

دا په اکتوبر کې دویم ځل دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت ارډېننسونه نافذوي یا یې منظوروي.

تر دې مخکې د اکتوبر پر اوومه د پاکستان ولسمشر د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو د چارو لپاره د نوې ادارې جوړولو او د هېواد د مالیو په قوانینو کې د بدلون دوه لنډمهالي قوانین لاسلیک کړي ول چې ورباندې اپوزیشن انتقاد کړی وو.

موږ د اپوزیشن څرګندونو په اړه له فردوس عاشق اعوان او له فروغ نسیم سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نشو، البته دواړو د اکتوبر پر ۲۲مه خبريالانو ته ویلي ول چې نوي ارډېننسونه د ولس د ګټې لپاره دي.

XS
SM
MD
LG