د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې په اړه د اروپايي ټولنې او امریکا ګډه غونډه


ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د امریکا په کډون یو شمېر غربي هېوادونه وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره یوې داسې لوظنامې ته ژمن دي چې د جنګ ختمولو ته زمینه برابر کړي.

دا خبره د اکتوبر پر۲۲مه په برسلز کې له یوې غونډې وروسته په ګډه اعلامیه وشوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له برتانوي، فرانسوي، جرمن، اټالوي، یورپي یونین او ملګرو ملتونو له استازو سره وکتل.

خلیلزاد په دوه ورځني سفر برسلز ته تللی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې د یوې جامع او دوامداره سولې لوظنامې ته د رسیدلو لپاره به دوی له افغان حکومت، طالبانو او د افغانستان له سیاسي مدني ټولنې له مشرانو سره همکاري کوي.

په دې غونډه کې د تېرې میاشتې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د افغان رایو ورکوونکیو ستاینه هم وشوه چې د تیکنیکي مشکلاتو او امنیتي خطرونو باوجود یې خپلې رایې استعمال کړې.

د یادو هېوادونو او ادارو استازیو د افغانستان په شخړه کې په ښکېلو ټولو خواوو ټینګار وکړ چې د راتلونکیو بېن الافغاني خبرو اترو پر مهال دې ډزبندي وکړي چې د افغانستان د مستقبل لپاره یوه سیاسي حل لاره غوره کړی شي.

په دې اعلامیه کې یو وار بیا تکرار شوه چې طالبان او افغان ډلې دې خپل هېواد د القایده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو جالې جوړېدو ته نه پرېږدي، له هغوي سره دې رابطې غوڅې کړي او ملاتړ دې یې نه کوي.

XS
SM
MD
LG