د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادي مارچ پرېږدو خو د قانون په چوکاټ کې: حکومت


د جمعیت علمای اسلام کارکنان
د جمعیت علمای اسلام کارکنان

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د ازادۍ مارچ مخه به نه نیسي. د وزیر اعظم له دفتره خپاره کړي بیان کې راغلي، په دې شرط به د جمعیت علمای اسلام ف په مشرۍ د اپوزېشن ازادي مارچ برېږدي چې د ایین او قانون په دایره کې دننه وي.

د دې مارچ اعلان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن کړی چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه به له ټول پاکستان د کاروانونو په بڼه روانېږي او ۳۱م اکتوبر ته به اسلام اباد ته رسېږي.

د مارچ مخه د مارشل لا ګرو خوا ته هم اړولی شو: مولانا فضل الرحمن

د جميعت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي د پاکستان جمهوري ادارې او ولس بايد دومره مضبوط شي، که ولس د يوه غوره کړي (سیلېکټډ) حکومت پر ضد احتجاج کولی شي نو بايد چې د مارشل لا لګونکیو پرضد يې هم وکړي.

د اکتوبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې له بهرنۍ ميډيا سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمن وويل دوی ځکه د وزير اعظم عمران خان استعفی غواړي چې ګوند يې نه یوازې په درغلۍ واک ته رسېدلی دی بلکه په تېر يوه کال کې د پاکستان کورنيو او بهرنيو شخړو په هوارولو کې هم پاته راغلی دی.

د نوموړي وينا وه ملکي ادارو ته غېرجانبداره اوسېدل پکار دي ځکه چې ګوند يې له ادارو سره هېڅ ټکر نه غواړي او دوی دې هم دا 'تاثر غلط ثابت' کړي چې د 'حکومت ترشا ولاړ' دي.

د اکتوبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمن ويلي ول پخوا به چې اسټبليشمنټ کله ايين ځنډولو نو ولس ته به يې ځان د هغوی د ژغورنکي په توګه ښودلو خو نن چې ولس له کومو ستونزو سره مخامخ دی نو دوی يې ذمه وار اسټبليشمنټ ګڼي که څوک په ملک کې د مارشلا لګولو اراده لري نو وا دې وري چې د ازادۍ مارچ مخه به د هغوی لور ته واړوي.

مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر۱۲ مه اعلان کړی و چې د اکتوبر پر۲۷ مه به د ملک له بېلا بېلو سيمو په ازادۍ مارچ کې د ګډون لپاره کاروانونه اسلام اباد ته روانېږي او پر ۳۱ مه نېټه به ياد ښار په ډي چوک کې راټولېږي او تر هغه وخته به احتجاج کوي چې حکومت يې نه وي ړنګ کړی.

حکومت د جمعیت علمای اسلام د احتجاجي تحريک مخه نيولو لپاره نه صرف د ياد ګوند د غړو نيولو لړۍ پيل کړې ده بلکې په اټک او اسلام اباد کې یې کنټېنرې هم درولې دي، له دې سره سره حکومت په اسلام اباد کې د پوليس ځواکونو رخصتيانې منسوخې کړې دي او د ښار په مرکزي برخه بليو ايريا کې يې د ايين ۱۴۴ دفعه عملي کړې ده.

خو جميعت علمای اسلام د حکومت په دا ډول ګامونو غبرګون په ښودلو سره خبرداری ورکړی که یې د دوی د پرامنه احتجاج مخنيوي کوښښ وکړ نو بيا به ټول هېواد ته د خپل احتجاج لړۍ وغځوي.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي تېره اونۍ په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي ول د مولانا فضل الرحمن په کومه خبره کې که سياسي وزن وي نو اوريدو ته يې تيار يو خو دا خبره هم په ډاګه کول غواړي چې څوک دې په دې غلط فهمۍ کې نه اوسېږي چې د چا په راتللو او يا پرلتونو (دهرنو) به يې حکومت ختم شي دوی د ولس په رایو (ووټونو) واک ته رسېدلي دي او خپله موده به پوره کوي.

د يادونې ده چې د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند په ګډون د اپوزيشن يوشمېر نورو ګوندونو د جميعت علمای اسلام ف ډلې د ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړی دی.

خو د واکمن ګوند تحريک انصاف مشران بيا وايي فضل الرحمن په ګډون اپوزېشن ځکه د حکومت پرضد احتجاج کوي چې د دوی په وينا خپلې درغلۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG