هغه د اکتوبر په ۲۱مه په پينډۍ کې په خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د تحريک انصاف حکومت کوښښ کوي د زرداري په تکليفولو سره پر پيپلز پارټۍ فشار واچوي چې دوی د اپوزېشن کردار سم ترسره نه کړي.
نوموړي زياته کړه: ((هر قېدي ته بايد طبي سهولتونه ورکړل شي. دا د حکومت زمه واري ده. دا د ملګرو ملتونو قرارداد او اصول دي چې د پاکستان رياست يې سرغړونه کوي. حکومت پر يو سياسي قېدي تشدد کوي. دوی د ولسمشر زداري صحت استعمالوي او زما پر کورنۍ او ګوند فشار اچوي خو موږ نه پخوا دوی ته سر ټيټ کړی او نه به یې اوس ټيټ کړو.))
پر اصف علي زداري د درغليوو تورونه دي او دا مهال پرې مقدمه روانه او په زندان کې دی. حکومت په بيا بيا ويلي چې څنګه د نورو بنديانو حال وي، هغسې به د سياسي مشرانو هم وي. د زرداري تر څنګ د يو بل اپوزيشن ګوند مسلم لېګ (ن) ډېر مشران هم په ورته تورونو په قېد کې دي. حکومت همېشه د اپوزېشن سياستوالو خلاف سازش کول ردوي او وايي چا چې درغلي کړي وي، سزا به ويني.
د احتساب ادارې د زرداري د کېسونو اورېدلو لپاره يوه شپږکسيزه ډله هم جوړه کړې ده. پيپلز پارټۍ پر دې کمېټې هم اعتراض ښودلی دی او وياند يې سيد غني پرون په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې د احتساب ادارې کارونه د درغليوو ختمولو لپاره نه بلکې د اپوزيشن د ځپلو لپاره دي.
خو وزيراعظم عمران خان نن په بلوچستان کې يوې غونډې ته په وېنا کې يو ځل بيا تېر حکومتونه چې اصف علي زداري او نوازشريف يې په مشرۍ کې وو، د درغليوو په کولو تورن کړل. هغه زياته کړه: ((تر څو پورې مو چې په ملک کې درغلي قابو کړې نه وي، تر هغې به دلته له بهره څوک د سرمايه کارۍ لپاره نه راځي. خدای پاک دې وطن ته هر څه ورکړي دي خو چې څوک پکې پانګونه نه کوي د دې وجې دا ده چې حکومتونه پاک نه وو. داسې پاکه حکومتولي نه وه چې له بهره دې څوک پاکستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او دلته دې راشي.))
د پاکستان احتساب ادارې د کاروباريانو د درغليوو څېړنې لپاره د سوداګرو يوه کمېټې هم جوړه کړې ده. اپوزيشن ګوندونه پردې هم اعتراض لري او وايي کمېټې ته نومول شوي کسان حکومت پلوه دي او د مخالفو سياستوالو ملګري تجارانو ته به نقصان رسوي. خو د اکتوبر په يوويشتمه د احتساب ادارې په خبرپاڼه کې راغلې چې دا کمېټې د سوداګرو تر شکايتونو وروسته جوړه شوې او مقصد يې په مقدمو کې انصاف کول دي.