د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان د ننګرهار په هسکه مېنه کې برید جنګي جرم بللی


په هسکه مېنه کې د برید یو ټپي
په هسکه مېنه کې د برید یو ټپي

پراګ - د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنېشنل - د افغانستان په ننګرهار کې پر جومات په برید کې د عامو خلکو "قصدي وژنه جنګي جرم" بللی دی.

د ننګرهار د هسکي مینې ولسوالۍ په جودره سیمه کې د تیري جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې پکې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۵ کسان ووژل شول.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیال مشر عمر وړایچ د اکتوبر پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې د عامو افغانانو وژنو ته باید نړیواله ټولنه پام وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ولسي وګړو قصدا په نښه کولو سره د بشریت له نړیوال قانون څخه سرغړونه هغه خبرې نه دي چې ورسره خلک عادي شي او یا دا حالات له پامه وغورځول شي.

عمر وړایچ دا هم ویلي چې د ولسي وګړو خوندیتوب، د بشریت نړیوال قانون احترام او مجرمان عدالت ته د حاضرولو لپاره دې سمې هڅې وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم د اکتوبر پر ۲۰مه، په یوه خبر پاڼه کې د دې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې پر ولسي وګړو دا ډول بریدونه هیڅ دلیل نشي لرلای.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اکتوبر د ۲۰مې نېټې پر سهار د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته لاړ.

ولسمشر غني د قربانیانو وارثینو ته تسلیت وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه چې د هسکې مېنې ولسوالۍ له حدودو به د داعش ټغر ټولوي او انکشافي پروژې به پيلوي.

ولسمشر هلته خلکو ته وویل چې د شینوارو ټولو ولسوالیو تل د داعش پر ضد له حکومت سره مرسته کړې او حکومت به یې هیڅ کله یواځې پرېنږدي.

محمد اشرف غني وویل: ، دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کې، د انسانیت په مقابل کې، د اسلاميت په مقابل کې، د افغانیت په مقابل کې او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو."

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

XS
SM
MD
LG