د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشره نېنسي پلوسي او د کانګرس یو شمېر غړي چې پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
په هغه بیان کې چې کابل ته د نېنسي پلوسي په مشرۍ د دواړو ګوندونو د وکیلانو په ګډون د پلاوي له سفر وروسته خپور شوی، ویل شوي چې پلوسي د امریکا له دفاع وزیر مارک ایسپر سره چې په یکشنبه کابل ته ورسېده او همداراز له پوځي قوماندانانو او سرتېرو سره هم کتلي دي.
پلوسي د شنبې په ورځ په اردن کې وه او د ایسپر له هغو خبرو سره چې ویې ویل، اصلي هدف دا دی چې د سولې هڅې بالاخره باید بریالۍ شي په یوه وخت کې کابل ته ورسېده.
بیان زیاتوي چې امریکايي ډيپلوماتانو پلوسي او ورسره پلاوي ته د طالبانو او امریکايي چارواکو د خبرو په اړه معلومات ورکړل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې پلوسي او د کانګرس غړو پرون په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.
په اعلامیه کې د پلوسي له خولې ویل شوي: "په افغانستان کې د دې لپاره یو چې یو وخت طالبان په دغه هېواد کې د هغو ترهګرو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هېڅکله نه غواړو چې افغانستان بیا د ترهګرانو ځاله شي.''
پلوسي ویلي چې افغان مېرمنې به د سولې د خبرو د مېز په سر کې وي.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل، "د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو او لاسته راوړنو ساتنه ده.''
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په بریالي ډول د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل ستایلي او ددغه بهیر پر روڼوالي یې ټینګار کړی، ترڅو د هغې په خبره ډیموکراسي اعتبار ومومي او د حکومت مشروعیت له ټاکنو رامنځته شي.
اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې د اغلې پلوسي په نقل ویل شوي: "موږ غواړو چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په مالکیت تحقق ومومي، امنیت ټینګ شي، د افغانستان اقتصاد ښه شي او د افغانستان خلک په امنیت او هوساینې کې ژوند وکړي."
ولسمشر اشرف غني د امریکا د کانګرس د استازو جرګې له مشرېنېنسي پلوسي سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان دولت داسې سوله غواړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، غني په دې کتنه کې چې د یکشنبې ماښام په ارګ کې وشوه، ټيڼګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د هېواد د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه باید خوندي وي.
جمهور رئیس د سولې په اړه ویلي، "سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي."
ولسشمر غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د ددغو سرتېرو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.
د افغانستان د حکومت دواړو مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له افغانستان سره د امریکا له مالي او سیاسي ملاتړ او د امریکايي سرتېرو له قربانیو چې د دواړو هېوادونو د ثبات، امنیت او ګډو موخو لپاره جنګېدل، مننه او قدرداني کړې ده.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له پلوسي سره په کتنه کې ویلي، د طالبانو له ګواښونو سره سره ولسمشریزې ټاکنې په بریالي ډول ترسره شوې او "اوس د افغانستان خلک د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د ټاکنو د پایلو اعلان ته په تمه دي او له روڼوالي پرته پرته پر هېڅ نه قانع کېږي."
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د عبدالله له قوله ویل شوي چې سوله د دوی لومړیتوب دی او په دې برخه کې د ټولو هڅو ملاتړ کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې پای ته رسېدو او واقعي سولې ته د رسېدو لپاره هرډول قربانۍ ته تیار دی.
نوموړي ویلي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او د وروستیو کلونو له لاسته راوړنو او حقونو ساتنه کوي.