د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د مولانا فضل الرحمان په ازادۍ مارچ کې ګډون اعلان کړ


د مولانا فضل الرحمان او شهباز شریف پخوانی عکس
د مولانا فضل الرحمان او شهباز شریف پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مشر شهباز شريف اعلان کړی دی چې د جميعت علما اسلام فضل الرحمان په ازادۍ مارچ کې به پوره ګډون کوي.

ده وویل چې د اکتوبر پر ۳۱مه به په اسلام اباد کې له جمعیت علما اسلام سره په ګډه جلسه کوي او له هغه ځایه به د ازادۍ مارچ پیلوي.

شهباز شريف دا خبره د اکتوبر پر ۱۸مه په لاهور کې د جميعت علما اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر ملاقات وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړه.

شهباز شریف وویل چې د نواز شریف د خط په رڼا کې یې د جمعیت علما اسلام په ازادۍ مارچ کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

نوموړي د نامه له یادولو پرته وویل چې د ادارو د ملاتړ باوجود عمران خان له ناکامۍ سره مخ دی.

مولانا فضل رحمان خبري غونډې ته وویل چې حکومت یو پلو مزاکرات کول غواړي او بل پلو په دوي پسې د سپکاوي خبرې کوي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې مزاکرات او غیرسنجیدګي یو ځای نه شي تللای.

لاهور کې د اکتوبر په اتلسمه د پاکستان مسلم لیګ ن صدر شهبازشریف د مولانا فضل رحمان سره په ګډه خبري غونډه کې

مولانا فضل الرحمان وویل چې د اپوزېشن ټول ګوندونه په دې اړه په یوه خوله دي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ناکامه شوی دی او په کار ده چې استعفی وکړي.

ده وویل چې “ موږ وړاندې هم ویلي وو او اوس هم وایو چې دا حکومت په درغلیو جوړ شوی دی ار تر هغه وخته به مزاکرات نه کوو تر څو چې عمران خان د وزیر اعظم له چوکۍ استعفی نه وي ورکړې.”

وزیراعظم عمران خان د دفاع د وزیر پرویزخټک په مشرۍ کې له مولانا فضل رحمان سره د مزاکراتو لپاره یوه اووه کسیزه کميټۍ اعلان کړې چې د دې احتجاج درولو لپاره به له اپوزېشن سره خبرې اترې کوي.

اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې وې او په نتیجه کې یې عمران خان واک تر لاسه کړی وو.

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر له ۲۷مې به د ازادۍ مارچ په نامه د اسلام اباد پر لور لاریون پیلوي او د اکتوبر له ۳۱مې به د اسلام اباد په ډي چوک کې تر هغه وخت پرلت وهي چې حکومت یې نه وي ړنګ کړی.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند بیا وايي چې ولس په عامو انتخاباتو کې د اوسني اپوزېشن ګوندونه رد کړي وو او دوي دې اوس راتلونکو عامو انتخاباتو ته انتظار وکړي.

XS
SM
MD
LG