د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هسکې مېنې پر جومات په برید کې د وژلیو شمېر ۶۶ ته رسېدلی


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي چې د هسکې مېنې جودرې سیمه کې په یوه جومات کې له چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

خوږیاڼی وايي چې د هاوان مرمۍ د جومات پر چت لګېدلې چې له امله یې چت رالوېدلی دی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ کلینک یوه مسول ډاکټر زرغون مشال راډيو ته د دې خبرې پخلی کړی چې په پېښه کې نېږدې ۶۲ تنه وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د چاودنې له امله د جومات چت پر لمونځ کوونکو رالوېدلی، ممکن د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

په پنجشنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د ولسي وګړو شمېر زیات وو. یادې ادارې په خپل راپور کې کښلي چې د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په دغه هېواد کې ۲۵۶۳ ولسي افغانان وژل شوي دي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو درېوو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه وه.

د یوناما اعلامیه وایي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شااوخوا ۵۵۰۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د یوناما د معلوماتو پر اساس، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر ۴۲ فیصده ډېر شوی دی.

دغې ادارې په اعلامیه کې د افغانستان د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي

XS
SM
MD
LG