د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا او پنجاب کې به راتلونکې کال بلدياتي ټاکنې کېږي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پاکستان حکومت ويلي دي په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې به بلدياتي انتخابات د راروان کال په فېبرورۍ مياشت کې کوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د اکتوبر پر۱۶مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې د پاکستان تحريک انصاف د کور کمېټۍ په غونډه کې يې دا فېصله وکړه چې د ۲۰۲۰ز کال په فېبرورۍ مياشت کې به په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې بلدياتي انتخابات کوي.

د نوموړي وينا وه، "موږ دا فېصله کړې ده که حکومتي چاري ښه کول غواړو نو دې لپاره بلدياتي انتخابات کول ډېر ضروري دي ځکه چې بلدياتي ادارو موده پوره شوې ده نو ګوند يې د خپلې کور کمېټۍ په غونډه کې فېصله وکړه چې انشاءالله بلدياتي انتخابات به په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې کوو ځکه چې په دې دواړو صوبو کې يې ګوند په واک کې دې په بلوچستان او سند صوبو کې زموږ حکومت نه دې او بلدياتي انتخابات کول صوبايي معامله ده نو موږ به په لوموړی پړاو کې د۲۰۲۰ز کال په فېبرورۍ مياشت کې بلدياتي انتخابات کوو چې خلکو ته کومې ستونزې رامخې ته دي چې هغه په هوارولو سره اسانۍ ورته راپيدا کړل شي."

د ذکر ده چې پاکستان تحريک انصاف ګوند د ۲۰۱۳ز کال په عامو ټولټاکنو کې د کاميابي ترلاسه کولو وروسته د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات وکړل چې موده يې په روان کال کې پای ته ورسېده.

د قانوني چارو پوه نور عالم خان وايي، په پاکستان کې کله هم داسې نه دې شوي چې بلدياتي انتخاباتو موده پوره کېدو وروسته فورا نوي انتخابات وکړل شي حکومت له پکار دي چې قانون سازۍ لارې دې یقيني کړي چې د يادو ادارو موده پوره کېدو وروسته فورا دې نوې ټاکنې اعلانوي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې په تيرو ۲۰ کلونو کې دوه ځله بلدياتي انتخابات شوي دي لوموړی ځل د پخواني پوځي امر پرويز مشرف په دور حکومت کې په ۲۰۰۱ز کال کې او دويم ځل د اسلام اباد په ګډون په خېبر پښتونخوا، پنجاب او سند صوبو کې په ۲۰۱۵مکال کې شوي ول.

XS
SM
MD
LG