د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو ډرایورانو د وژنې مقدمه د اېف ډبلیو او خلاف وکښل شوه


تصویر له ارشیفه

کراچۍ کې پر لوی سړک د شمالي وزیرستان د درې ډرایورانو د وژنې مقدمه د پاکستانۍ تعیمراتي ادارې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن د ناپېژندلیو عسکرو خلاف وکښل شوه.

شېر ايوب وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ فعال او د ټرکونو اتحاديې یونایټېډ ګوډز ټرانسپورټ الاینس دوهم غړی دی د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره په خبرو کې وویل، دوی د اېف ډبلیو او د هغو نامالومو عسکرو خلاف اېف ای ار کښلی دی چې د ډزو په پېښه کې ککړ ول.

نوموړي وویل چې دوی د پېښې ټول ثبوتونه چې پکې ویډيوګانې هم وې د اېف ډبلیو او چارواکیو ته وسپارلې. دی وايي چې د اېف ډبلیو او چارواکیو ورته ویلي چې دوی د خپلو اهلکارانو د مقدمو څېړلو لپاره ځانته پلټونکې اداره لري، هغوی به لومړی خپلمخې پلټنه کوي چې د ډزو په پېښه کې څوک یا کوم عسکر ککړ وو.

د اېف ای ار پاڼه
د اېف ای ار پاڼه

راپورونه وايي چې د سیند اعلا وزیر سید قایم علي شاه د دغه صوبې اېدیشنل ای جي ته امر کړی چې د پېښې بې پلوه پلټنې دي پیل کړي.

له کراچۍ ښاره بهر پر سپر های وې د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د درې پښتنو ډرايورانو د وژنې او ګڼو نورو د ژوبلېدو خلاف نه یوازې پښتون ژغورنه غورځنګ بلکې په سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز پارټۍ ګډ مشر هم سخت غبرګون ښودلی.

بلاول بوټو زرداري د سیند صوبې اعلا وزیر ته امر کړی، په کراچۍ کې دې د ټرانسپورټرانو د وژنې او پر هغوی د شوي تشدد بې پرې پلټنې وکړي چې په پېښه کې ککړ کسان انصاف ته مخامخ کړل شي.

د بلاول ټویټ

وزیرستانیان وژل شوي

د ټرانسپورټرانو یوه مخور عربستان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل په هغه پېښه کې د شمالي وزیرستان درې ډریوران وژل شوي دي چې دوه یې د دوڅلي تحصیل او یو یې د میرامشا اوسېدونکی وو. دی زیاتوي د رېنجرزو په ډزو کې د وزیرستان درې نور ډریوارن هم ژوبل دي.

په چارشبنه د پاکستان قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم پر خپل ټوېټر د کراچۍ پر سپر هاوې د رامنځ ته شوې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان د ده له انتخاباتي حلقې شمالي وزیرستان سره تړاو لري.

ښاغلی داوړ په پېښه کې د لسو کسانو د ټپي کېدو دعوه کړې: "د کراچۍ پر سپرهای وې سړک پر ټرانسپورټرانو ناترسه برید په کلکه غندم، د سیند له حکومته غوښتنه کوم چې د پېښې پلټنه وکړي او ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري."

ټرانسپورټران پر هړتال

د کراچۍ پر سپر های وې د ډرایورانو د وژنې پرضد نن پنجشنبه په ټول پاکستان کې د ټرانسپورټرانو ټولنې (یونایټېډ ګوډز ټراسپورټ الاینس) توره ورځ اعلان کړې او د ملک په ټولو برخو کې مال وړونکي ګاډي نه چلېږي.

د ټرانسپورټرانو مخور عربستان د مشال راډيو له خبریال عمر وزیر سره په خبرو کې زیاته کړه چې د کاربندیز او هړتال لویه غوښتنه یې دا ده چې د رېنجرز د هغو عسکرو نومونه دې په اېف ای ار کې ولیکل شي چې پر ټرانسپورټرانو یې ډزې کړې وې.

د ټرانسپورټ کاروبار کې ولې لوی شمېر د پښتنو دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د نوموړي په خبره که څه هم دوی د کراچۍ په یوه پولیس تاڼه کې د پنجشنبې پېښې مقدمه کښلې ده خو په هغه کې د هېچا نوم نه دی لیکل شوی. دی زیاتوي دوی نن ځکه پر هړتال دي چې په ډزو کې د ښکېلو ککړو کسانو نومونه جوت شي.

د عربستان وینا وه که د ککړو کسانو نومونه په ډاګه نه شول نو بیا به کاربندیز کوي.

پېښه څنګه وشوه؟

د پېښې په اړه د ټرانسپورټر عربستان وینا وه چې درانه مال وړونکي ټرکونه له کراچۍ بهر په کاټور نومي ځای کې پر موټروې باندې د پوځي ادارې ایف ډبليو او (فرنټير ورکس ارګنايزېشن) او موټروې چارواکیو له تېرو درېوو ورځو راهیسې درولي ول. هغوی دا ویل چې په ګاډو کې يې وزن تر حساب زيات دی. دی زیاتوي چې د دې خلاف ټرانسپورټرانو احتجاج وکړ چې په غبرګون کې د رېنجرز عسکرو دزې وکړې.

پر ټولنیزو رسنیو هم په یوه خپره شوې ویډیو کې په ډزو لګېدلي کسان لیدل کېږي چې په وینو لړلي دي، په همدې ویډیو کې یو تن په پنجابۍ ژبه خبرې کوي او وایي: "ډرېورانو رېنجروال په کاڼو وویشتل او بیا رېنجروال راغلل مخامخ یې پر ډرېورانو ډزې وکړې."

په پنجشنبه (اکتوبر ۱۶مه) پر سپر هاوې د پېښې خلاف هم هلته ټرانسپورټران احتجاج وکړ او لار یې د هرډول ټرافیکو پرمخ وتړله. په دې اړه له ډیوه راډيو سره په خبرو کې شېر ايوب وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ فعال او د ټرکونو اتحاديې غړی دی له ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل، انتظامي چارواکو ورته باور ورکړی چې ټولې غوښتنې به یې ومنل شي.

ښاغلي وزیر وویل، د ده په مدعيت کې د چارشنبې ورځې د وژنو مقدمه (اېف ايي ار) درج کړی شوې ده او وروسته دوی احتجاج ختم کړ. خو د مېمن ګوټ د پوليس تاڼې مشر قلندر بخش بیا له ډیوه راډیو سره په خبرو کې ویلي چې اېف ای ار لا نه دی درج کړی شوی مقدمه به د وژل شویو کسانو د وارثانو په مدعيت کې درجوي.

د فرنټير ورکس ارګنايزېشن غبرګون

اېف ډبليو او د کراچۍ او حېدر اباد ترمنځ پر لویه لار له ګاډو مالیه (ټول ټېکس) ټولوي او يادې ادارې ويلي په ټرکونو کې تر حساب زيات وزن اچول شوی ځکه يې دا ګاډي درولي ول.

XS
SM
MD
LG