د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خلیج کې د جګړې امکان کم شوی دی: قریشي


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د وزیراعظم عمران خان تهران او ریاض ته وروستی سفر هڅوونکی وو.

عمران خان د یکشنبې پر ورځ ایران او تر هغې وروسته سعودي عرب ته ورغی چې په خلیج کې د ترینګلتیا کمولو هڅه وکړي.

ده په سېپټېمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پر مهال ویلي ول چې هېواد یې د دواړو سیالو هېوادونو ترینګلتیا کمولو لپاره د اسانتیاو پیدا کولو کوښښ کولای شي.

په خلیج کې ترینګلتیا تېره میاشت (سېپټېمبر) د سعودي عرب د تېلو پر تاسیساتو تر بریدونو وروسته زیاته شوه چې ریاض یې تور پر تهران پورې کړ.

ایران وايي، حمله یې نه ده کړې.

په یمن کې حوثي یاغیانو د هغه برید ذمه واري ومنله چې له کبله یې د سعودي د تېلو شاوخوا نیمايي پیداوار اغېزمن شو.

د فرانسې خبري اژانس وايي، قریشي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د دواړو هېوادونو غبرګون یې له تمو لوړ وو.

ده وویل، ایراني مشرتابه وزیراعظم ته ویلي چې په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتېدل نه غواړي او د ستونزو د سوله ییز حل په تکل دي.

د قریشي په خبره، د ایران مشران په ذهني ډول له سعودي سره مستقیمو یا د یوه درېیمګړي له لارې خبرو ته تیار دي.

عمران خان په تهران کې له ولسمشر حسن روحاني او ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره ولیدل.

دا د یو کال په موده کې د نوموړي تهران ته دویم سفر وو.

تر دې وروسته عمران خان د اکتوبر پر ۱۵مه ریاض ته ورغی او هلته یې له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او له وليعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړې.

د فرانسې خبري اژانس وايي، قریشي هم له وزیراعظم سره د سفر ملګری وو او وايي چې سعودي مشرتابه ته یې په خلیج کې د ترینګلتیا په اړه د پاکستان دریځ او د ایران نظر روښانه کړ.

ده زیاته کړه چې په سیمه کې د جګړې امکان په کمېدو دی.

XS
SM
MD
LG